ننګرهار ولایت کې د داعش مخابراتي شبکه ویجاړه شوه

 (کابل ټکی کام :شنبه ،لړم ۱۶ ،۹۴ ۱۳ل)

له ننګرهار ولایت نه په ورکړل شوو راپوټونو کې ويل شوي دي، چې د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د داعش اړوند یوه مهمه مخابراتي شبکه په بشپړه توګه له منځه تللې ده .

حاجي غالب د اچين ولسوالۍ ولسوال رسنيو ته ويلي دي چې ددوي عملیات له دا دریو ورځو را هيسې د داعش تندرې ډلې په وړاندې پیل شوي دي .

د داعش په مقابل کې دغه عملیات د عبدالخېلو، کنډو او پېخې په سیمو کې  ترسره شوي دي .

حاجي غالب ويلي دي چې په دغو ترسره شویو عملیاتو کې دداعش ۳۲ تنه جنګیالي وژل شوي دي .

د چارواکو په وینا د داعش دغه مخابراتي شبکه د اچينولسوالۍ کې وه ، چې دوي له خپلو نورو هېوادونو کې له نورو ډلو سره له دې لارې اړیکې ټينګولې .

د داعش ډلې دغه لویه مخابراتي شبکه د غره په یوه لوړ سر کې وه چې لوي انټنونه يي نصب کړي وه د سيمې او نړۍ حالونه يي سره تبادله کول .

د یادونې وړ ده چې د داعش په مقابل د افغان او بهرنيو ګډو ځواکونو لومړی ځل هوايي او ځمکني عملیات دي چې، د اچین په ولسوالۍ کې ترسره کيږي .

محمد سمیع سعادت

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close