ننګرهار په تیارو کې شپې سبا کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)

له څو ورځو راهیسې د ننګرهار ولایت په زیاتره ولسوالیو کې بریښنا پرې شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، بریښنا د لغمان ولایت په بادپخ سیمه کې د سیمې خلکو پرې کړې او لامل یې د افغان ځواکونو له خوا پر ولسي خلکو  وروستۍ بوږنونکې  چاپې  او شپني عملیات دي چې ولسي خلک په دې توګه غواړي څو پر حکومت فشار راوړي چې پر ولسي خلکو د عملیاتو لړۍ  بنده کړي.

د لغمان والي آصف ننګ وایي؛ بادپخ کې د بریښنا پرې کیدو سره په لغمان او ننګرهار کې په ټولو دولتي او غیر دولتي اداراتو او کورونو بریښنا پرې شوې.
خلک وایي چې د ننګرهار د بریښنا ریاست د یو میګاوټ په ظرفیت ګڼ شمیر جنراتورونه لري، چې د بریښنا پرې کیدلو تاوان تر ډیره ولسونه ګالي.

حکومتي سرچینې بیا د بریښنا د پرې کولو پړه پر طالبانو ور اچوي، خو هغوی تر دې مهاله په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
د یادونې وړ ده چې ، ننګرهار کې بریښنا له دو ځایونو( درونټې او نغلو) څخه سرچینه اخلي، د درونټې بریښنا د کمزورۍ له امله په ننګرهار کې په زیاته کچه د نغلو بریښنا خلکو ته ورکړل شوې.
خلک وایي، د ډرونټې بریښنا یواځې تر دولتي سیمو پورې محدوده ده او نغلو په ټول ننګرهار کې خلکو ته توزیع شوې چې اوس یې د پریکون له امله  تر ډیره ننګرهار د تیارو شپو بهیر تیروي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close