ننګرهار: په ګډوعملیاتوکې ۷تنه ملکي وګړي وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۵، مرغومی ۲۴) عزیر اسدخیل.

تیره شپه د ننګرهار ولایت غنی خیلو ولسوالۍ اړوند 26 نمبر ویالې سیمه کې بهرنیو او کورنیو عسکرو شپني عملیات ترسره کړي دي

د ننګرهار ولایت ولایتي ویاند عطاء الله خوګياڼي ویلي دي چې په دې عملیاتوکې چې د غني خیلو ولسوالۍ په ۲۶ ویالې سیمه کې د وسلوالو مخالفینو په ضد ترسره کړي وسلوالو مخالفینوته يې مرګ ژوبله اړولې ده. په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي چې په دې عملیاتوکې۷تنه  ملکي وګړي  وژل شوي دي چې دسیمي خلک يې سخت په غوصه کړي دي عیني شاهدان وايې چې چاپه د حاجي حضرت خان په کور وهل شوې، په کورکې ۴ ماشومان ۳ تنه ځوانان وژلي دي او ۶ تنه ملکي وګړي بهرنیو ځواکونو له ځان سره وړي دي شاهدان وايې ګډو ځواکونو دکورونو دروازې په بمونو الوزولې دي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close