ننګرهار: پچيراګام کې داعش ډلې ۲۳۰ کورونه سوزولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۴) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت چارواکو وايي، چې د دغه ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د داعش جګړه مارانو د ملکي خلکو ۲۳۰ کورونه سوزولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی وايي، چې داعش وسلوالو د دغه سيمې په ۴۵ ورځنۍ محاصره کې ملکي خلکو ته نور مالي زيانونه هم اړولي دي.

د هغه په وينا دغې ډلې په پچيراګام کې د لس بستريز روغتون په ګډون درې مکتبونه له منځه وړي او د ولسي خلکو پنځه زره څاروي يې وژلي هم دي.

د سيمي اوسېدونکو کابل ټکی کام ته وويل، چې داعش پورې مربوطو وسلوالو د دوی د کور سامانونه، د دکانونو خوراکي مواد، د دوايانو دکانونه او ټول هغه شيان له ځان سره وړي چې د دوی ورته اړتيا وه.

که څه هم داعش وسلوال د دې ولايت په ځينو ولسواليو کې واکمن دي، خو د ننګرهار والي وياند بيا وايي، چې د پچيراګام په هغو سيمو کې به افغان ځواکونو او د داعش خلاف پاڅونکونکو ته پوستې جوړې کړي، چې په دې وروستيو کې له داعش وسلوالو تصفيه شوې.

نوموړی زياتوي دغه پوستې به د بر پچير او کوز پچير په سيمو کې جوړې کړي، چې پکې به تر پنځه سوه پاڅونوال ځای پر ځای شي او د دولت له لوري به سپکې او درنې وسلې هم ورکړل شي.

تر دې مخکې داعش وسلوالو د دغه ولايت په کوټ ولسوالۍ کې هم د ملکي خلکو ځينې کورونو ته اور ورته کړی و.

تر دې دمه د داعش وسلوالې ډلې مربوط کومې سرچينې د دغې کورونو د سوزولو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close