ننګرهار:ځانګړو ځواکونو مشهور خبریال“شاپور بختیار“ ډبولی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۳)

له ننګرهار څخه راپورونه وایی چې د ملي امنیت کسانو د خورشید تلویزیون مشهور خبریال شاپور بختیار وهلی او د نوموړي د موټر ښیښې او ژورنالیستیکي وسایل یې ورته مات کړي دي.

شاپور بختیار وایي

 “.د ننګرهار د ورستيو نا امنيو په اړه چې ترشاه يې د چا لاسونه دي کره او مستند اسناد او شواهد مې ترلاسه کړي خو کله چې غوښتل مې کابل خواته راشم د جلال اباد ښار په منځ کې امنيتي ځواکونو لخوا تر وهلو ډبولو وروسته کمره او مبايل يې رانه واخيستل او دخبريالۍ کارت يې راته تر پښو لاندې کړه او درې ځله يې راباندې مرمۍ تيره کړه او د ويشتلو ګواښ يې کوه “

خو د ولایت مطبوعاتي ویاند عطاؤالله خوږیاڼی بیا د نوموړي خبرې نه مني او زیاتوي چې پولیسو د نوموړي د موټر ښیښې د تور رنګ درلودلو له امله ماتې کړې.
خویاڼی نوموړی خبریال نه بولي،  بلکې د سیاسي خپرونو نشروونکی یې یادوي.

خوږیاڼي نه دي ویلي، چې له بختیار څخه یې  ژورنالیستیکي توکي  ولې  مات کړي، یا هم څنګه د خبریال د تورو ښیښو موټر نه پریښودل کیږي په داسې حال کې چې ټول ځایي چارواکي له همدې موټرو استفاده کوي.
خوږیاڼي دغه راز د شاپور بختیار د  جوړ شوي راپور په تړاو اندیښنه ښوودلې چې ګواکې هغه حساس مواد وو چې باید دولایتي ادارې نظر کې پوښـتل شوی وای، خو نوموړي د ولایتي چارواکو له اجازې پرته تلل غوښـتل چې دا پیـښه رامنځته شوه.

شاپور بختیار چې د سیاسي خپرونو نوموتې څیره ده او چارواکو ترې خورا اندیښنه ښوودله، لومړی یې په طلوع کې د نوموړي د سیاسي خپرونې ټیم بدل کړ، وروسته یاده خپرونه پرې بنده او بیا له طلوع څخه وایستل شو چې اوس له یوه بل خصوصي تلویزیون سره کارمند دی

نوموړی وایي

“که خبريالي جرم وي او د حقايقو پلټل جرم وي نو والي حيات الله حيات صيب او امنيه قوماندانه ستانکزی صيب نو بيا زه مجرم يم ځکه ستاسو د مافيايي حرکاتو او فساده مې پرده پورته کوله“

سره له دې چې خبریالان او رسـنۍ د فکري جګړې په برخه کې د دولت او نړیوالو قوتونو لومړۍ وسیله ده څو یې په توسط عامه اذهان مغشوش کړي خو سره له دې بیا هم ډیری وخت هغه خبریالان چې تر لږه د حقایقو ګمان ورباندې کیدای شي، د دولت تر ګوزار لاندې راځي.

دا لومړی ځل نه دی چې ملي امنیتي ځواکونه یوه خبریال ته په لوی لاس بې عـزتي ور اړوي، تر دې وړاندې لسګونه خبریالان د دولتي ځواکونو له خوا وهل شوي، ټپیان او آن وژل شوي او په مختلفو نومونو تورن پیژندل شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close