ننګرهار چارواکي: د درېيو ښوونځيو مخې ته چاودنې شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۷)

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی وايي، په دغه ولايت کې د درېيو ښوونځيو مخې ته درې چاودنې شوي دي.

د خوږياڼي په وينا، دوه چاودنې د سره رود ولسوالۍ اړوند چهار باغ صفا لېسې او پيرګيلاني ښوونځيو مخې ته شوي چې يو ملازم پکې ټپي شوی خو نور چاته يې زيان نه دی اړولی.

دواړه چاودنې نن سهار د اووه بجو په شاوخوا کې رامنځته شوي دي.

درېيمه چاودنه د جلال اباد ښار مربوط د عربانو ليسې ته نږدې شوې خو چاته پکې زيان نه دی اوښتی.

خوږياڼی وايي، وروستی ماین په يوه کثافت دانۍ کې ځای پر ځای شوی و.

د ننګرهار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول اصف شینواری هم مني چې چاودنې شوي خو زياتوي له يوه ملازم پرته چاته پکې زيان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دغه چاودنو پړې چا په غاړه نه دي اخيستي، خو تر دې مخکې داعش وسله والې ډلې ورته ډول چاودنې او بريدونه کړي چې د معارف مسوولينو او کارکوونکو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close