ننګرهار: چپرهار ولسوالۍ کې لس تنه عسکر طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۷) الماس خدرخېل

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ګډ حکومت لس تنه عسکر طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو ويلي، چې دغه لس تنه عسکر له دوی سره د دوی د بلنيز کميسيون په هڅو يو ځای شوي او خپلې دندې يې پريښې دي.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ياد لس تنه سرتيري د چپرهار ولسوالۍ اړوندچاردهي، ډاګو، سنګیني، سپين مسجد، کنډي باغ، هدیاخیلو، غزو کلی، ګراټک اومستخیلو کلیو اسیدونکي دي، چې دوی ته تسليم شوي دي.

طالبانو نه دي ويلي، چې دوی له ځان سره څه نظامي توکي هم وروړي که نه خو وخت ناوخت دولتي سرتيري طالبانو ته د تسليمۍ پر مهال له ځانو سره خپلې وسلې او نظامي توکي هم ورتسليموي.

ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه د تسليم شويو کسانو نومونه:  شفیق الله د شمس الدین زوی، دنیاخان د رضاخان زوی، خدرخیل د زمان زوی، ګل نبی د لعل جان زوی، قسمت الله د سیدمحمدزوی، مزمل د تازه ګل زوی، شاهدالله د نقیب الله زوی، حزب الله د نعیم جان زوی، شعیب الله د عبدالحکیم او نصرت الله د اکرام الدین زوی ښودلي دي.

طالبانو ويلي، چې تسليم شويو عسکرو کلک هوډ څرګند کړ چې نور به د ژوند تر پايه د اسلامي امارت مجاهدينو همکارۍ ته دوام ورکوي.

که څه هم د دغې ولايت چارواکو لا د دوی په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خوپه دې وروستيو کې د ګډ حکومت سرتيري په ډله ييزه توګه د طالبانو ليکو ته ورځي او د دولت له همکارۍ لاس اخلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close