ننګرهار کې د اختطافګرو څلور کسیزه ډله نیول شوې

کابل ټکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د ننګرهار ولایت امنیتي مسئولینو رسنیو ته ویلي دي، چې د انسان تښتونې په تور یې یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسئول حضرت حسین مشرقيوال رسنیو ته وویل، چې دغه اختطافګر تېره ورځ د دغه ولایت د سرخ رود ولسوالۍ په شیخ مصري سیمه کې د پولیسو له لورې ونیول شول.

مشرقیوال همدا راز زیاته کړه، چې دغه اختطافګر دا مهال د تحقیق لاندې قرار لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close