ننګرهار کې د امریکایانو وحشتونه او عوامل یې

نذیر خوږیاڼیوال

له دې اوس هیڅوک انکاري نه دی چې امریکا د دې وخت فرعون دی او د خپلو منافعو د لاس ته راوړلو لپاره له ټولو انساني کراماتو، او قوانینو سرغړاوی کوي
همدا امریکایان دي چې د نړۍ په هر دولت او ملت کې یې پښې او لاسونه بند کړي دي، او د خپلو منافعو د حصول لپاره څوک دېخوا راکاږي او څوک هاخوا
د تهذیب، تجدد، بې مِثله تمدن او ګلوبلائزېشن دعوېداره امریکایان د نړۍ په هره لانجمنه قضیه کې دخیل دي، په خاص ډول د اسلامي دولتونو په قضایا وو کې. حتی د نړۍ په هره برخه کې د امریکایي راجدارۍ د قیام په هڅو لګیا دي

امریکایانو لیونۍ اوبه څکلي چې له ځانونو یې ځناور ساز کړي دي او که عقل یې پوندو ته تللی دی چې په هره قضیه کې برخوال دي؟
امریکایان د رنډ کارپوریشن (رنډ د سر سخته اسلام دښمنه یهودانو او صلیبیانو ډله ده چې مرکز یې په امریکا کې دی) د اوږدو پلانونو د تطبیق لپاره په نړۍ کې د خپلې راجدارۍ په هڅو لګیا دي
یو مثال به یې دلته راوړو: زمونږ محبوب پیغمبر ﷺ فرمایلي دي، په اخره زمانه کې به د دجال په نوم یوه فتنه پیدا کیږي…………
اوس امریکایان د رنډ کارپوریشن د پلان سره سم غواړي د ځمکې په کُره داسې راجداري قائمه کړي چې هیڅوک او هیچېرته د دجال خلاف پاڅون ونشي(له زیات تفصیل تېریږم ترڅو اصل موضوع رانه خرابه نشي)
همداسې زیات شمېر موضوعات شته دی چې امریکایان یې لیونیان کړي دي او کوشش کوي اسلامي امت پخپلو اسلافو، شعائرو او ائمه وو بې اعتماده کړي چې له مخې یې دوی په اسانه خپلو اهدافو ته ورسیږي

د اسلام دښمنه یهودي کارپوریشن د شومو پلانونو د تطبیق لپاره امریکایان د کارپوریشن د لارښوونو سره سم لومړی د پیسو په زور خلک خپلوي، په دویم قدم کې د اقوامو نُخبه او سرکرده خلک د ځان کوي، په دریم قدم کې د دوی په خلاف مصروف مُبلِّغین او مبارزین بدناموي او….
دوی که چیرته وتوانیږي کوم دولت او اتباع یې د ځان په ګټه وڅرخوي، بیا د اخیستل شوو مشرانو په توسط خپلو نهایي اهدافو ته ځان رسوي او که برلاسي نشي او په خلاف یې څوک لګیا شي بیا له سخت وحشت او حیوانیت څخه کار اخلي

امریکایان دوو حالاتو کې ټول انساني اقدار او ارزښتونه تر پښو لاندې کوي
ا: کله چې یې عسکر محاصره وي یا وژل شوي وي
ب: کله چې د کوم دولت یا ولس له مُهارولو عاجزه شي

په وروستیو کې امریکایانو دهېواد په ختیځ کې د ننګرهار ولایت ته مخه کړې ده او هره شپه او ورځ، په چاپه، بمبار، او ډرون بریدونو کې د ننګرهار ولایت متدَیّن او شریف ولسونه بمباروي
خدازده د ننګرهار ولایت ته د امریکایانو او برتانویانو نیتونه ولې خیرن دي او ولې غواړي ننګرهاریان مهار کړي؟
ځینې خلک د وروستي معزول شوي امریکایي قومندان جنرال نکولسن په وینا استدلال کوي چې په خبره یې ننګرهار به د اسلامي دولت یا داعش ډلې په ستر مرکز بدل شي، دوی وایي د امریکایانو وروستي خونړي وحشتونه د دې لپاره دي چې ساحه کې ترهه خپره کړي، د سر او کار خلک ترې شهیدان کړي او داعش ته د پرمختګ مواقع برابر کړي، خو ځینې نور بیا د ننګرهار پخوانیو جهادی مشرانو ته ګوته نیسي چې د واک ترلاسه کولو لپاره امریکایانو ته سلامي ولاړ دي او آن له امریکایانو سره د خپلو ولسونو په سودا لګیا دي

د ننګرهار حالات که له نږدې او ژور وڅارل شی او وڅېړل شی ښکاري چې ننګرهاریان بې سرنوشته دي، نُخبه ګان او سرکرده خلک یې امریکایانو اخیستې دي او اوس یقیناً د امریکایانو سره د خپلو ولسونو په سودا لګیا دي
د حاجی امان خیري او حاجي جاوید زمان پلرنی کلی یوه شپه بعد د چاپې شاهد وي، او هره چاپه کې یې بېګناه کلیوال په شهادت رسیږي.
د حاجي ظاهر قدیر پلرنی کلی همدغسې درواخله، یوه شپه چاپه، هره ورځ ډرون او بمبار او د بېګناه خلکو شهادتونه، د حمدالله محب او ننګرهار د والی حیات الله حیات کلي په همدې قیاس کړئ
د شېنوارو او مومندو لسګونه مشران په واک کې دي مګر ټول په امریکایی بېدرېغه بربریت لکه د څرخي بندیان ګنډلې خولې ناست دي

ننګرهاریانو ته وروستۍ خبره: له شروع وروستی وحشت څخه د خلاصون واحده لاره د قومونو ترمنځ مخلصانه تفاهم او اتحاد دی
لومړی باید په امریکایي لاسپوڅي نظام کې له دخیلو مشرانو وغوښتل شي چې په عام ولس بمبارونه ودروي، له نهایي څار وروسته خپل مشخص اهداف په نښه کړي. که بمباري همداسې دوام وکړي ددغو مشرانو شتمنۍ باید وسوځول شي او تقسیم شي
دویم قدم کې له حاکم نظام چې طالبان دي باید په کلکه غوښتنه وشي چې مونږ مسلح کړئ او ترمنځ مو د همغږۍ تارونه وغځوئ. پس له دې که په بېګناه خلکو بمبار او چاپې ونه درېږي د امریکایي نظام په بېزونو، پوستو، ولسوالیو او قومندانیو د سر تاسري قیام په ترڅ کې هجوم ور وړل شي
هسې هم وژل کیږو، راځئ په مېړانه ومرو او داسې ومرو چې ټول هېواد ته مثال او د قیام امامان شو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close