ننګرهار کې یوه زورواکي د یوه کور دوو خویندو سره په یوه شپه نکاح تړلې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲۵) زرغون خوږیاڼی

د ننګرهار ولایت په خیوې ولسوالۍ کې یوه زورواکي د یوه کور دوو خویندو سره په یوه شپه کې نکاح تړلې، چې لومړی یې خپله ناوې تر کوره رسولې او وروسته د خپل خسر کور ته ورغلی او بله پیغله نجلۍ هم د توپک په زور له ځانه سره وړې ده.

د طلوع تلویزیون لخوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې ددې نجونو پلار په ژړا ژړا خپله کیسه کوي« دا اسنادونه ګرځوم خو ځوک یې له مانه نه اخلي، زه هم و لایت ته تللی، هم قومندانۍ ته تللی یم او هم بشر حقوق ته تللی یم، خو لیکن ماته په قومندانۍ کې امر جنايي وویل، چې کور کې کلاره کینه غریب سړی یې پیسې درسره نشته، نادر خان په ژړا کې وايي : ایا له یو مسلمان سره چې پيسې نه وي نو ولې دغه حکومت د څه لپاره دی».

ځوریدلی نادر خان وايي، چې ددې ولایت هر ارګان ته یې خپل عرض وړاندې کړی خو چا یې عرض نه دی اوریدلی.

د انجونو تښتوونکي زورواکي دعوه کړې، چې ناوې یې باکره نه وه، نو یې د خسر له کوره بله نجلۍ(ښینه) چې ایله ۱۳ کلنه ده وتښتوله.

خو ددې انجونو نیکه وايي، چې« لمسۍ نه مې پوښتنه وکړه، لمسۍ مې ویل چې بابا ما کې هیڅ ګناه نشته، زه پاکه سوتره یم، خو دده یو پلان دی او په موږ یې تهمت ولګولو او شرموي مو، ما په شل ځایونوکې معاینه کړئ زه نجلۍ یم نجلۍ، ښځه نه یم».

د دې انجونو پلار نادرخان وايي، دغه کس د سیمې یو زور واکی او د سیمې د یو پخواني جهادي قومندان  حضرت علي او ګل کریم ساتونکی دی نو له دې امله د ننګرهار ځايي چارواکي یې په دې اړه پټه خوله دي.

د نجلۍ نیا هم وايي، «زه، اینګور او زوی مې یې بندي کړي وو او ټوپکونه یې راته نیولي وو، یوه لمسۍ مې یې ماښام په ډولۍ کې ویوړه او بله لمسۍ مې یې چرګ بانګ وخت د ټوپک په زور ویوړه».

ویل کیږي چې یاده پیښه ۵۰ ورځې وړاندې رامنځته شوې ده.

کله مو چې په هیواد د دیموکراسۍ او بشر حقوق درواغجن مدعیان حاکم شول، زورواکي او بوږنوونکي ظلمونه اوج ته ورسیدل، په لنډو ورځو کې هیواد له یو داسې انساني خطرناکو پیښو سره مخ شو چې د بشر د حقوقو سازمانونه او بهرني ځواکونه یې هم حیران کړل چې د هیواد په سطحه مو دویم کس د سیمې له سپین ګیرو سره لواطت کوي او لایې هم په مخ کې څوک سڼ هم نه شي کولی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close