ننګرهار کې یوه سړي لومړی خپله ښځه طلاقه کړې او بیا یې خپل ۷میاشتینی زوی په چاقو وژلی

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی

په ننګرهار ولایت کې یوه سړي لومړی خپله ښځه طلاقه کړې او بیا یې خپل اووه میاشتینی ماشوم زوی په چاقو سره وژلی دی.

د قاتل سړي خسر رسنیو ته ویلي،«ماپسې له کوره تیلفون وشو چې راشه لور یې درته وهلې ده چې راغلم زما لور یې وهلې ټکولې وه او شونډې یې پرې پړسولې وې، ماته یې وویل چې لور دې په ما طلاقه ده، لور دې وېسه، ماته یې وویل چې بچي زما دي او ته دې خپله لور بوځه، زما مجبوري وه خپله لور مې بوتله او ماشوم یې ویوړو هلته یې حلال کړو.»

خسر یې د رسا تلویزیون ته وايي، چې زوم یې د بټې کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی او دلته د ښار په بیز اکمالاتي کې په یوه کرايي کور کې اوسیږي، دده پوه وینا زوم یې روغ جوړ دی او کومه ناروغي نه لري خو مزدوري نه کوي او خپلې کورنۍ ته نفقه نه برابروي.

نوموړی زیاتوي چې ماورته وویل، بچي یې راسره کړه خیر دی دا ځوی به یې راغټ شي که ته هر ځای کې یې، ګرځه راګرځه خو دا بچی یې ماته راکړه، ویل یې نه یې درکوم اوضد یې راسره وکړ.

په ویډیو کې یې خسر وايي چې موږ یې له کوره وویستلو او دی بیرته راغی او ماشوم یې دلته حلال کړ.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د بهسودو ولسوالۍ په بېز اکمالاتي سیمه کې د امان الله په نوم یو تن چې د بټي کوټ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،د خپل کورني اختلافاتو له امله یې خپل کوچنی معصوم زوی رحمن الله چې د اوو میاشتو عمر لري،په بې رحمه ډول په شهادت رسولی دی.

د سرچینې په وینا، سلاکار وزیر او د ننګرهار والي ګلاب منګل پر یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې،امنیتي منسوبینو ته یې جدي سپارښتنه کړې،چې نیول شوی کس ژر تر ژره د زیاتو څېړنو په موخه څآرنوالۍ ته ور وپېژني .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close