ننګرهار: ګډو ځواکونو د داعش پر وړاندې د طالبانو پر لومړۍ کرښه چاپه وهلې، دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۶)

د ننګرهار ولايت خوګياڼو ولسوالۍ مربوط په زاوې سيمه کې تيره شپه ګډو ځواکونو د طالبانو پر هغه لومړۍ کرښه شپني عمليات او بمبارۍ کړي چې په سيمه کې د داعش ډلې پر ضد يې فعاله ساتلې او د هغوی د مخکې تګ مخنيوي لپاره پراته دي.

ځايي سرچينې وايي، افغان او بهرنيو ځواکونه تيره شپه له تيارې څخه په ګټې اخیستنې په سيمه کې پياده شوي خو د طالبانو د کلک وسله وال مقاومت سره مخ شوي چې درنه جګړه هم شې ده.

ویل کېږي، په دغه جګړه او بمبار کې یو شمير کورونه نړول شوي او دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

که څه هم د ننګرهار ملي امنيت وايي، دغه عمليات د طالبانو په سرې قطعې ترسره کړي چې په ترڅ کې يې اووه ويشت تنه وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې عملياتي عسکر د طالبانو له کمين سره مخ شوي چې د جګړې په پايله کې د طالبانو تر څنګ سپيشل فورس عسکرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه نښته کې اته تنه سپيشل فورس عسکر وژل شوي او ګڼ شمير نور ټپيان دي زياتوي “امریکايي اشغالګر خپل غلامان دخطرونو ځای ته مخکې کوي او خپله ځانونه ساتي، ځکه نو درانه تلفات هم کورنیو دالۍ څټو ته اوړي.”

د مجاهد په وينا، په دغه نښته کې درې طالبان وژل شوي او يو تن بل ټپي دی په خبره يې طالبانو ته د زياتو تلفاتو اړولو ادعا حقيقت نه لري.

دا لومړی ځل نه دی چې افغان او بهرني ځواکونه په سيمه کې د داعش پر وړاندې د طالبانو پر لومړۍ کرښه عمليات او بمبارۍ کوي بلکې دا په نږې يوه مياشت کې څو یم ځل دی چې په زاوه کې د طالبانو لومړۍ کرښه باندې عمليات ترسره کېږي.

تر دې مخکې داسې هم پيښ شوي چې ګډو ځواکونو او داعش وسله والو په سيمه کې پر يوه وخت د طالبانو پر لومړيو جنګي کرښو او مرکزونو بريدونه کړي دي.

ځایي اوسېدونکي وايي، په سيمه کې د داعش وسله والو د پرمختګ مخه يواځې طالبانو ډپ کړې نو ځکه ډير کله د افغان او بهرنيو ځواکونو تر مستقيمو بريدونو لاندې نيول کېږي.

د ملي امنیت اداره او امريکايي عسکر په دې تورن دي چې په افغانستان کې په غير مستقيمه توګه د داعش وسله والو پرمختګ ته لاره هواروي.

له دې وړاندې څو ځلې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازو حاجي ظاهر قدير، حضرت علي او سياسي شنونکو هم ورته څرګندونې کړي چې په وينا يې طالبان نه پرېښودل کېږي څو داعش وسله وال له سيمې ورک کړي او بالعکس د امنيتي ادارو او امريکايانو له خوا يې غير مستقيم ملاتړ او مرسته کېږي چې تر ډيره د جګړو پر وخت د طالبانو کرښې تر بريدونو لاندې نيول کېږي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close