ننګرهار: افغان او بهرنیو ځواکونو ۴ ملکیان تر نیولو وروسته شهیدان کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۴)

د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې څلور ملکي کسان شهیدان شوي او عملياتي عسکرو يو شمېر کورونه زيانمن کړي دي.

پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د شولانې او مياګانو په کلي کې رامنځته شوې ده.

یو تن ځايي اوسېدونکي ناصرحان کابل ټکی کام ته وويل، د چاپې عسکرو لومړی د شولانې او مياګانو کلي کې د يو شمير کورونو دروازې په بمونو والوزولې او د خلکو کورونه يې وپلټل او وروسته يې څلور تنه چې لومړی يې له ځان سره بنديان کړي وو په ډزو شهیدان کړل.

نوموړی وايي، وژل شوي کسان شمس الحق، معلم صفی الله، توره باز، او نصرت الله نومېږي، چې له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې اړيکې نه لرلې، عام ولسي خلک و.

د ځايي اوسېدونکو په وينا، د وژل شويو کسانو له جسدونو داسې ښکاري چې لومړی سخت شکنجه شوي، وهل شوي او وروسته په ډزو وژل شوي دي.

سيمه ييزې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط تاييدوي چې يادو عملياتو ملکيان وژل شوي په خبره يې صفر يک قطعې عمليات ترسره کړي چې امريکايي ځواکونو يې هم ملتيا کوله.

په تېرو نږدې دوه اوونيو کې دا څو يم ځل عمليات دي چې د صفر يک قطعې او بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره کېږي او تر ډيره پکې ملکي خلک په نښه کېږي.

وړمه شپه هم د ننګرهار ولسوالۍ په نکړخيلو سيمه کې څلور ملکي وګړي د يادو ځواکونو په عملياتو کې وژل شوي و، له هغې شاوخوا يوه نيمه اوونۍ مخکې په ممله سيمه کې د عملياتو پر مهال نږدې لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او د دوو د تيلو پمپونو په شمول ګڼ شمير دوکانونه يې سوځولي و.

په وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د صفر یو او صفر دوه قطعو له بهرنيانو سره ګډو عملياتو ته زور ورکړی چې تر ډيره پکې ولسي ميشت ځايونه د خپلو عملياتو برخه ګرځوي او مرګ ژوبله يې هم ملکي وګړي ګالي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close