ننګرها: د ګډو ځواکونو عملیاتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۲)

د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې ملکي خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي.

د حصارک اوسېدونکي وايي، دغه عمليات د يادې ولسوالۍ مربوط د “ګاړي” سيمه کې شوي چې په ترڅ کې يې دولس ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سيمې یوتن اوسېدونکی نعمت الله وايي، د عملياتو پر مهال ګډو ځواکونو د عامو خلکو درې کورونه په بمونو الوزولي چې په مکمله توګه ويجاړ شوي زیاتوي چې د ګڼو کورونو دروازې ماتې کړی او خلکو ته يې مالي زيان اړولی دی.

نوموړی وايي، په دې عملياتو کې نهه تنه وژل شوي چې شپږ يې سپين ګيري، دوه بزګر او يو تن معیوب دی.

د حصارک ولسوالۍ امنيتي سرچينې په ياده سيمه کې د ګډو ځواکونو عملیات تاييدوي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.

دا چې دغه عملیات د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې شوي طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم تاييدوي وايي، چې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړي دي.

دا په تيرو دوه ورځو کې د ګډو ځواکونو دوهم ځل شپني عملیات دي چې ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوړي.

وړمه شپه افغان او بهرنيو ځواکونو د خوګياڼو ولسوالۍ په کوزبهار سيمه کې عمليات وکړل چې د ځايي اوسېدونکو په وينا له کبله يې يوولس تنه ملکي وګړي ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې وړمه ورځ په خپل مياشتيني راپور کې وويل چې په تير اګست مياشت کې یوسل یوشپيته ملکيان وژل شوي او پنځه سوه څلورويشت نور ټپيان دي چې د اکثره تلفات يې طالبانو ته منسوب کړي و.

په هېواد کې ورته ډول بشري ادارې په خپلو راپورونو کې د هغه ملکي وګړو وژل کېدل او يا ټپي کېدو یادونه نه کوي چې ګډو ځواکونو په چاپو، هوايي بريدونو او عملياتو کې ملکي وګړو ته اړولي وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close