ننگرهار؛ د ژوندیو انسانو هدیره!/ بخت الله شینواری

یو وخت ننگرهار د سولې، پوهې او ادب زانگو یادېده؛ خو له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په دغه ولایت کې بېلابېلې ډلې راپیدا شوې او د خلافت لویه داعیه له ننگرهاره پورته شوه. اوس نه د ننگرهار عام خلک، روغتونونه، ښوونځي، پوهنتونونه او نه ملکي ادارې په امن دي، بلکې سږکال په جلال اباد کې نوی ښوونیز کال په درې چاودنو سره پیل شو او د ښوونځي د زنگ وهلو پر ځای داعش درې ښوونځي والوځول او د ښوونځیو زده‌کوونکو او ساتونکو یې مړه او ټپیان کړل.

دوه اوونۍ وړاندې د ننگرهار ملي امنیت د شینوارو پر ځايي لاریون کوونکو ځانمرگی برید وکړ، چې له ۲۰۰ ډېر کسان یې مړه او ټپیان کړل. د ننگرهار ځايي چارواکي تراوسه پر شینوارو د ترسره شوي ځانمرگي بریدکوونکي په اړه جزییات نه ورکوي او خاموش پرې پاتې شوي دي. که د شینوارو وینه د کوم هزاره، تاجک او یا ازبک وه، نو ولسمشر به یې هم فاتحې ته ورغلی و، د یوه پوهنتون، ښوونځیو، برېښنا او سړکونو د جوړولو امر به یې هم ورته کړی و. خو له بده‌مرغه د شینوارو وینه د پښتون او د ځپل شوي ننگرهاري ده، نو ځکه یې نه څوک پوښتنه کوي او نه یې ولسمشر فاتحې ته راځي او نه یې وکیلان غږ په ولسي جرگه کې بدرگه کوي او نه د دشت برچي د سیمې غوندې پرې وسله وېشل کېږي.

روانه او تېره اوونۍ د ننگرهار په خوږیاڼیو او شېرزادو ولسوالیو کې گډو ځواکونو تر ۴۰ ډېر کسان شهیدان کړي او په همدومره شمېر کې یې ټپیان کړي هم دي. تېره اوونۍ د خوږیاڼیو ولسوالۍ په وډیسار سیمه کې گډو ځواکونو ۲۰تنه شهیدان او تر ۲۰ ډېر ټپیان کړل، د تېرې جمعې په شپه د شېرزادو  په سرخاب سیمه کې بیا گډو ځواکونو ۱۶تنه شهیدان کړل، چې یو تن یې د ننگرهار د طب پوهنځي د نهم سمستر محصل هم وو. دوه اوونۍ وړاندې د خوږیاڼیو ولسوالۍ د بربهار په سیمه کې گډو ځواکونو ۱۲تنه شهیدان کړي وو، چې ۸تنه یې د یوې کورنۍ غړي وو.

امریکا، اردو، پولیس، اربکیان، ځانگړي ځواکونه، کومانډویان او داعشیانو په گډه د ننگرهار پر ولسونو پسې راخیسې ده او په بېلابېلو نومونو یې شهیدانوي. خو نه یې څوک پوښتنه کولی شي، نه یې څوک غږ اوري او نه پرې ولسمشر خبرېږي، چې ستا پر ماماگانو کوم حالت راغلی دی؟

د گډ حکومت په راتگ له ختیځ سره سیستماتیک ظلم روان دی. د بمونو مور په ننگرهار کې استعمالېږي، داعش په ننگرهار کې راپیداکېږي، چاپې په ننگرهار کې زیاتېږي، د چارواکو له دفترونو ځانمرگي روغ رمټ راویستل کېږي، ښوونځي، پوهنتونونه، روغتونونه او نورې ښوونیزې ادارې د ننگرهار په نښه کېږي. داعش په زابل او شمال کې په یوه ورځ له منځه وړل کېږي، خو ننگرهار کې یې څلورکلونه پوره شول، لاهم پیاوړی کېږي، تبلیغات ورته له دې ځایه کېږي، په گټه یې د طالبانو لیکې بمبارېږي او په لوی لاس طالبان ورته کمزوري کېږي.

مرکزي حکومت باید توپیري چلند ونه کړي، گنې ننگرهاریان چې د امان الله خان واکمني نړولی شي، نو د اوسني حکومت نړول ورته هم اسانه دي. که په ختیځ کې یو ولایت سقوط وکړ، نو ټول افغانستان سقوط بوله، ځکه ختیځ هم له جغرافیوي او هم له قومي لحاظه سره متحد ولس دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close