ننگرهار: د حج او اوقافو رییس په یوه سرتېري برید کې وژل شوی

کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۶) د ننگرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، نن ماسپښین د ننگرهار د حج او اوقافو رییس مولوي عبدالظاهر حقاني په یوه سرتېري برید کې وژل شوی دی.

د خوږیاڼي په خبره، د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې عبدالظاهر حقاني په یوه موټر کې روان وو، چې سرتېری برید وشو او د ده په گډون یې یو ساتونکی هم وژل شوي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په دې پیښه کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

د دې پېښې پړه هیڅ کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې، خو تر دې وړاندې په ېاد ولایت کې ورته بریدونه داعشي ملیشو تر سره کول چې اټکل کیږی دا کار هم هغوی کړی وي.

عبدالظاهر حقاني هغه څوک و، چې له لومړي سره یې د وسلوالو ډلو پرضد او د حکومت په ننگه ویناوې کولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close