ننگرهار د سیاسي لوبې ښکار دی/ نعمان لطیف

نعمان لطیف

دحنیف اتمر تر استعفی وروسته ننگرهار کې دملي امنیت ځواکونو دډاکټر غني د سلاکار او ولسي جرگې ته نوماند جنرال جرأت په دفتر چاپه ووهله چې په ترڅ کې یې دسلاکار او نوماند له دفتره اته داعشي ځانمرگي ، دځانمگرئ واسکټونه ، بمونه ، ریموټونه ، باروت ، او نور چاودېدونکي توکي نیولي دي.

ویل کیږي دجنرال جرأت په دفتر چاپه د امنیت د نوي سلاکار حمدالله محب په امر تر سره شوې ده.

اوس په ننگرهار کې دا له چا پټه نه ده چې دداعشیانو په اړه شکوک وکړي؛ ټول ولسونه اگاه دي چې داعش مازې یو نوم دی او دداعش په نوم روان عملیات ملي امنیت، زورواکان او آن امریکایان ترسره کوي.

په ننگرهار کې اچار جوړ دی، ښار د بې سره او بې مسؤلیته ټوپکمارو تر غویمنډ لاندې دی، تر ډېره دشمال ټلوالې پلوي زورواکان حاکمان دي او همدوی دپښتنو سره ددښمنۍ له امله ننگرهار ته اور اچولای دی.

جنرال جرأت چې تېره ورځ یې په دفتر کې داعشیان نیول شوي دپنجشېر ولایت او د شمال ټلوالې مهم غړی دی. ننگرهاریان اوس مکمل باوري دي چې داعش څوک دی او ننگرهار له کوم ځایه اور اخیستی دی.

ننگرهار کې د اریانا نیوز خبریال رحمت الله زیارمل په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي《د یوه خبریال په توګه دې زما غاړه خلاصه وي!

د یوه ننګرهار مېشتي خبریال په توګه ، د ولس د خیر لپاره د تېرو دوه ورځو راهېسې پرله پسې هڅه کوم چې ، د هغه اوازو په اړه چې ” د هېواد په کچه ، د یوه مهم امنیتي جنرال په کونديز دفتر کې او د ولسي جرګې د یوه نوماند په کمپایني دفتر کې، د ملي امنیت د سرتیرو له خوا د نیول شویو ، ځانمرګو واسکټونو، مقناطسي ماینونو او نورو نامشروع توکیو” د نیولو په اړه ، د ننګرهار له امنیه قومندانۍ، امنیت ریاست، ولایتي شورا او ولایت مقام څخه د رپوټ د چمتو کولو لپاره اړین مالومات ترسرلاسه کړم ، خو د یادو ټولو ادارو چارواکي او مطبوعاتي مسولین په دې اړه د کمرې مخ ته ، راته هېڅ ډول مالومات نه راکوي ، خو د کمرې ترشاه راته په دې اړه یو عالم خبرې کوي.》

ننگرهار کې د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي دجنرال جرأت له دفتر د اتو تنو ځانمرگو داعشیانو، مقناطیسي بمونو او ترهگریزو توکو نیول تائید کړي دي. خوږیاڼی زیاتوي: د جرأت له دفتر د نیول شویو ترهگرو له ډلې یې پنځه تنه تر څېړنو وروسته خوشې شوي دي او دری تنه تر څېړنو لاندې دي خو په ننگرهار کې ځینې مدني فعالان او خبریالان چې د نوم له افشاء کېدو وېره کوي وایي چې پنځه نفره د دری سوه زره ډالرو په معامله کې خوشې شوي دي.

د حمدالله محب تر ټاکلو را وروسته په ننگرهار کې ځینې وطنپاله مدني فعالان او خبریالان هیله مند شوي چې محب به دننگرهاریانو دردونه او خاموش کړل شوي غږونه درک کړي او په ننگرهار کې به د ټولو هغو زورواکانو چې دداعشیانو سره دمرستو، او داعشي جنگیالیو سره په تعامل تورن دي، په حویلیو او دفترونو چاپې ووهي او له گریوانونو به یې ونیسي خو هاخوا دمحب په پلرني کلي قېلغو (خوږیاڼو) او د سپین غره په لمن کې دداعشیانو سره په جگړه کې په ښکېلو طالبانو د امریکایانو سخت بمبار، په ننگرهار کې د امنیت د اعادې، او ښار د زورواکانو له رقابتي غویمنډ دخلاصون په اړه ناهیلۍ زیاتوي.

په ننگرهار کې هغه چارواکي په واک کي دي او امریکایان یې پس پرده بشپړ ملاتړ کوي چې له داعش پراخ ملاتړ وکړي، داعش دسیاسي رقیبانو په خلاف استعمال کړای شي او په ښار کې داعشي جنگیالیو ته کوردینات برابر کړای شي.

دننگرهار امنیت څو مشخصو چارواکو خراب کړی دی، داعش دوی دي، عامه ځایونو کې په سیاسي رقیبانو د مقناطیسي بمونو چاودنې دوی کوي او دسیاسي رقابت پاللو په موخه ملي تاسیسات او شمتنۍ دوی نړوي او چور کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close