ننگرهار کې داعشیان څوک دي؟!

نعمان لطیف

پس له هغې چې طالبانو د نړیوال زبر ځواک او مغروره ښکرؤرې امریکا دټولې ټیکنالوژۍ پر وړاندې په مېړانه مقاومت پیل کړ او تر یوې نېمې لسیزې یې داسې جراتمندانه مبارزه وکړه چې نړۍ ورته گوته پر غاښ شوه

دطالبانو نه ایل کېدونکي مقاومت مغرور امریکایان دې ته اړ ایستل چې هغه عوامل پیدا کړي چې له امله یې طالبان ورځ تر بلې غښتلي کیږي او په بېساري توگه مقاومت کوي

دطالبانو د استقامت او په جگړه کې د سخت مقاومت عمده اړخ په روانه جگړه کې مذهبي رنگ دی. طالبان په مذهبي انگېزه جگړه کوي او دفتح یا شهادت په نیت جگړه پیل کوي

امریکایانو دطالبانو دجگړې انگېزه درک کړه او پس له هغې یې دداسې اسلامي جگړه مارانو لټون پیل کړ چې دطالبانو په ضد دمذهب په اساس جگړه وکړي

مسلمانان چې له یو څه مودې پخپل منځ کې ډلې ډلې او گوندونه گوندونه دي. له بده مرغه امریکایانو دمسلمانانو له همدې کمزورۍ دتل په څېر استفاده وکړه او په مذهبي انگېزه سنبال دخلافت په نوم کرایه قاتلین یې وموندل

زه په دې بحث نکؤم چې داعشي جگړه ماران دکومې عقیدې او مذهب سره تړاو لري، یا دا چې داعشي جنگیالي دکومې ډلې له مُلایانو جنگي فتواوې اخلي، یا د کوم گوند مُلایان یې ملاتړ کوي؛ البته دومره به ووایم چې دداعش په جوړښت امریکایانو هغه ډله وموندله چې له ډېرې مودې یې په لټون کې ؤل

داعشي جنگیالیو لومړی د” دولة الاسلام في العراق والشام” نعرې غږولې، اما کله چې داعشي جگړه مارانو دخپل صف په ملگرو دکفر، الحاد او ارتداد لېبل سرېښ او بیا یې په خلاف بریدونه پیل کړه، د نړۍ د استخباراتو توجو یې جلب کړه، له شام او عراق یې پښې راوېستلې او تر دې ځایه راوغځېد

له هماغه ځایه داعشي جنگیالي دخلافت درنگین شعار سره په نړۍ کې په سازشي بڼه داسې وشېندل شوه چې مخامخ رنگ یې دخلافت ؤ، خو تر شاه یې دمسلمان دښمنه صلیبي استخباراتو ماهر دجالان ناست ؤ

زه په ټول افغانستان کې دداعش په پس منظر، وجود او عملیاتو تبصره نکؤم، تنها ننگرهار کې د داعشيانو په شتون یو څو واړه یاداښتونه درته ږدم

ننگرهار کې داعش د یؤه منظم سازش بڼه غوره کړې ده. که ووایم ننگرهار کې قطعاً داعش نشته دی درواغجن به نه یم.

په لومړیو کې چې داعش په ننگرهار کې تازه پیدا کیږي، دداعش یو ځایي مشر (عبدالخالق عمر) چې طالبانو ته په ۱۴ قتلونو کې متهم ؤ، او په همدې سبب یې له دندې گوښه کړی او محکمې ته انتظار ؤ، دننگرهار امنیه قومندانۍ ته د شاړي قاري امیر خان دتورو ښېښو موټر کې تگ راتگ کاؤه

دچپرهار داعشیان دفضل هادي مسلمیار د اکا او مامازامن دي او څو نیول شویو داعشیانو طالبانو ته منلې هم ده چې په ښار کې دمسلمیار په موټرو کې تگ راتگ کوي

دننگرهار مشهورو زورواکانو داعشي جگړه ماران کرایه کړي دي. له بده بخته دننگرهاریانو ډېری بدمرغۍ پخپله ددوی له لاسه ورته پېښې دي

په ننگرهار کې داعشیانو ته مالي او تسلیحاتي کومکونه دننگرهار صرافان ورکوي، ځینې یې دزورواکانو له وېرې ورکوي او ځینې دداعشي جگړه مارانو سره مذهبي تړاو لري

په وروستیو کې دننگرهار ځینې صرافان دهمدې له امله ووژل شوه چې داعشیانو سره یې مالي کومک نه کاؤه

ننگرهار کې دهدفي وژنو یو علت همدا ده چې هلته صرافانو او غټو دوکاندارانو (البته هغه صرافان او دوکانداران چې دداعش سره مذهبي تړاو لري) داعشیانو سره روابط جوړ کړي دي او هر مخالف پرې وژني او د هرې وژنې کرایه ورکوي.

په مجموع کې باید ووایم دننگرهاریانو ستونزه له ننگرهاریانو ده. گلاب منگل چې له ننگرهار استعفا ورکړه، ددې لپاره چې ددرغلیو او خیانتونو داستانونه یې د ایرو څلي شي، په مستوفیت یې داعشیان ورواچول، مرگ او درد ننگرهاریانو ولېد او خیانتونه دگلاب منگل پټ شوه

تېره ورځ دکډوالو په ریاست ترسره شوی برید هم ورته سیناریو لري. د یوه زورواکي عزیز له یاد ریاست عزل شوی دی او یو د یو بل. زورواکي عزیز ورته معارفي شوی دی، په بله ورځ ریاست دبرید شاهد دی

دننگرهار مشهور زورواکان او غټ کاروباریان خپلو کې په ضد دي او دخپل ضد لپاره یې داسې مذهبي افراطيان کرایه کړي دي چې اسلام کې په خوارجو یادؤنه ترې شوې ده

که ننگرهار ژغورل غواړئ، که ننگرهاریان ژغورل غواړئ؛ ننگرهار له هغو ټوپکمارو خلاص کړئ چې دشخصي گټو لپاره یې د ننگرهاري ولس په وینو او غوښو مستيانې پیل کړې ده. که ننگرهار له دوی خلاص کړای شي، ننگرهاریان به دداعش له اجرتیانو هم بېغمه شي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close