نن او پرون

لیکنه: حمـــزه حســیني

پرون یو چا راته د بت شکن په لقب خطاب کاوه ،پرون یو چا  د غیرت منار بللم، پرون یو چا د کفارو قاتل بللم ، پرون یو چا زما په حریت فخر کاوو، پرون یو چا راته په چاودلو شونډو د کامیابۍ دعا کوله ،پرون د مظلوم اولس په زړونو کې وم، پرون رانه د کفر ماڼۍ په لړزان وې.

خــــو نن!

نن د اسلام سر سخته دښمنان د خپل وطن جوړونکي او ساتونکي بولم، نن د مظلومانو آه او فریاد نه اورم او بالعکس مې ظالمانو ته اقتدار په لاس ورکړی، نن له هیچا د دعا توقع نه لرم، نن د غــلامۍ ځنځـیر پر غاړه لرم او څه چې بادار راته ووایي هغه کار عملي کوم، نن د کافر حربي په قتل د ورځې لس ځلې تأسف څرګندوم، نن مې د غیرت ستر تاج له سر څخه لرې کړی، او نن د مشریکینو د خوشحالولو لپاره د مات شوي بت ټوټې پیوندوم او لکه بت پرست ورته سینګار ورکوم.

دا ځــکه چې پروني خلکو  مادیاتو ته التفات نه کاوه او نني خلک د مادياتو عابدان دي ، پروني خلک هم ذهناً ازاد ول او هم جسماً او نني خلک هم ذهناً غلامان دي او هم جسماً، که پرون ته وکــتل شي نو د محمود غزنوي رحمه ­الله په شان بت شکن او د ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله په شان بت شکن او ازاد خلک به په نظر  درشي، هغه اشخاص چې د صومنات او بامیانو بتان یې رېزمرېز ـ زیروزبر کړل؛ خو که نن ته وکتل شي نو د شاشجاع ممثَل به په نظر درشي.

نن هغه غلام وصفه بې ضمیره اشخاص د اقتدار واګي په لاس کې لري، چې د وياړلي تاریخ مډالونه په ډیره سپین سترګۍ غربي ښکېلاکګرو ته په سینه ور ټومبي او د هندوانو او مشرکانو خدای (بت) ته د ترمیم روح ورکوي، نن چا وېلي چې بت شـــکن موجود دی؟.

پرون د عمر ابن الخطاب، علي ابن ابي طالب،خالد ابن ولید،عبيده ابن جراح،ابودوجانه،طلحه ابن عبیدالله، محمد ابن قاسم،صلاح الدین ایوبي وغيره بهادرانو لمــسیان موجود ول ؛خو نن بیا د ابو جهل ،ابولهب،شداد، عبدالله ا­بن ابی ابن سلول، او و غيره مشرکانو او بت پرستانو اولاد د تش په نوم اقتدار او سلطنت واګي په لاس کې لري او د تاریخ رنګينې پاڼې یې د غلامۍ په مردارو سیاهو تورې او چټلې کړې.

خو ان شآءالله د پرون غیورو تاریخ لرونکو لمسيانو ځامن لا موجود دي او د راتګ وخت یې رارسېدلی او زر دی، چې سبا به ظهور وکړي او د نن غلامان به د حساب او کـتاب میز ته راکش کړي. او د اسلام په چوکاټ کې دننه به ورته د خپل عمل سرنوشت روښانه کړي او غلامان به د خپلو اعمالو جزاء تحمل کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close