نن به یوځل بیا اسلام اباد د افغانستان د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې کوربه وي

کابل ټکی کام (شنبه ۱۷سلواغه ۱۳۹۴ل) احمدالله مهاجر
خبري رسنیو خبر ور کړی دی چې نن به د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د افغانستان د سولې په برخه کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازې درېیمه څلور اړخیزه غونډه دایره وي، او د هېواد د سولې په برخه کې به خبرې اترې وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکېب مستغني رسنیو ته ویلي دي چې «دا چې د سولې په برخه کې د نورو هېوادونو جدیت زیات دی، نو هیلې هم ور ته زیاتې دي.»
طالبانو لا تر دا مهاله د غونډې په اړه څه نه دي ویلي، خو په قطر کې د پګواش د مؤسسې له لخوا په جوړه شوې غونډه کې، چې مدني فعالانو، لیکوالانو، سیاستوالو، کارپوهانو او د نورو هېوادونو، د استازو په ګډون د طالبانو استازو هم ګډون کړی وو، طالبانو له لورې د سولې د پروسې د پيل څخه مخکې ور ته یو لړ شرطونه کېښودل شول چې د دوی د مشرانو نومونه له تور لست څخه اېستل، او په سر يې جائزې ختمول، ټول بندیان یې ازادول، بهرني ځواکونه له هېواد څخه وتل او په تبلیغاتي رسنیو کې د طالبانو په خلاف زهرجن تبلیغ بندول، پکې راغلي وو.
یاد شرطونه د ارګ له لورې نا سم وبلل شول، خو ځینو سیاستوالو او کارپوهانو یې په اړه وویل، «دا شرطونه هغه څوک مني چې سولې ته ژمنتیا لري.»
د یادولو ده چې تېره ورځ د طالبانو له لورې په خپره شوې خبر پاڼه کې د سولې په برخه کې د پګواش غونډې پرته نورې غونډې عبث وبلل شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close