نن د جدي شپږمه په افغانستان د شوروي اتحاد د يرغل اووه دېرشمه کليزه ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۶) الماس خدرخیل

نن د جدي یا مرغومي شپږمه پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د پوځي یرغل اووه دېرشمه کلیزه ده.

د ۱۳۵۸ کال د جدي پر شپږمه نېټه د پخواني شوروي سرو پوځونو د حفیظ الله امین رژیم نسکور کړ او د ببرک کارمل په مشرۍ نوی حکومت یې واک ته ورساوه.

امین او کارمل په خلق ګوند کې دننه د دوو مخالفو ډلو مشران و، خو پر امین تور ولګول شو چې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې اجنټ دی.

د جدي له شپږمې څخه هرکال په افغانستان کې د یوې تورې ورځې په نوم یادونه کېږي.

د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او دا هیواد یې په کنډواله بدل کړ.

د دې برید په پایله کې په افغانستان کې میلیونونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله او په میلیونونو نورو هېواد پرېښود.

د شوروي اتحاد لښکرو شاوخوا لس کاله په افغانستان کې ګولۍ واورولې چې په پایله کې یې تر یو میلیون ډېر افغان ووژل شول، په میلیونونه نور یې معلول او کډوالۍ ته اړ کړل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close