نن د غيرتي ولس د استقلال ورځ ده، نه د بې ننګو

خالد رعد

له انګريزي استعمار څخه د ګټل شوي استقلال د ۹۹يمې کليزې وياړمنه تاريخي ورځ دې د ټول هيواد مجاهد او ننګيالي ولس ته مبارک وي. د افتخار ځای دی چې ۹۹ کلونه وروسته هم د خپلو نيکونو د ننګ او ميړانې تاريخ يادوو او لا هم پرې وياړو.

دغه وياړ مو هله په نصيب ورسيد، چې نيکونو مو په دين او وطن دواړو باندې غيرت وخوړ، بې سارې قربانۍ يې ورکړې، شکنجې، زندانونه، بې کورۍ او دربدرۍ يې په ځان ومنلې. دوی د ځينو افغاننما څيرو په شان د وخت د لوی نړۍ خور استعمار په وړاندې سرټيټی ژوند غوره نه کړ، بلکې په هسک سر يې د شلمې پېړۍ له برتانوي استکبار سره د مبارزې په لاره کې ډول ډول تکاليف وزغمل او بلاخره يې د ځان او ټول افغانستان شمله د تل لپاره هسکه کړه.

نو په دې بناء د دغې ورځې (د اسد ۲۸مه) مبارکي هغو ته ورکولی شو، چې نن هم د هماغو ننګياليو نيکونو په پل قدم ږدي، د يويشتمې پېړۍ د استعمارګرو په مقابل کې په يوازې ځان، کم بشري ځواک او محدودو امکاناتو په ميړانه مبارزه کوي او دا دی ۱۷ کلونه کيږي چې په سيمه کې د اشغالګرانه موخو د پلې کيدو په وړاندې خنډ دي او د نيکونو په څير يې ننني يرغلګر هم د شلمې پيړۍ د ښکلاکګرو په برخليک اخته کولو ته خورا نژدې کړي دي.

دغه د ننګ او غيرت ورځ هغو ته هيڅکله نشو مبارکه کولی، چې د پيرنګي استعمار د لاس پوڅو په پله روان دي، د اوسنيو امريکايي استعمارګرو په وړاندې يې څټونه مړه اچولي دي او د ننګ و غيرت د ژوند پر ځای يې د ذلت، غلامي، سرټيټي او سپيګانې ژوند د ځان لپاره غوره ګڼلی دی، متأسفانه.

دا څو بې ننګه دې د شرم احساس وکړي، چې د استکبار په مقابله کې د سترو قربانيو په پايله کې د رانصيب شوې وياړمنې ورځې په رارسيدو سره په ډيره سپن سترګۍ د نمانځنې په غونډو کې شرکت کوي، په داسې حال کې چې له امريکايي اشغالګرو او د هماغو پيرنګي يرغلګرو له زامنو سره يې د شاهکارونو د وطن د ګرو تړون لاسليک کړی، د تل لپاره يې په غلامۍ د افغان ميړني ولس د اخته کولو ناکامه هڅه کړې او لا هم لګيا دي له دغه په استقلال مين ولس او ازاد هيواد څخه د ازادۍ او استقلال وياړونه تروړي.

خو دوی دې ياد ولري، چې د تظاهر له بوسو لاندې به هيڅکله د ويښ ولس له سترګو پټې اوبه تيرې نه کړي، دا ولس به هيڅکله د دوی بې ننګي او سپيګانه له ياده ونه باسي او يوه ورځ به يې له بادارانو سره يو ځای د شلمې پيړۍ د پيرنګي طاغوت او د هغوی د تالۍ څټو په شرمېدلي برخليک اخته کوي.

د دې غرني هيواد په ولس کې لا هم ۹۹ کلونه پخوانی ننګ پاتې دی، د دوی په رګونو کې د پيرنګي استکبار د ملا ماتونکو نيکونو وينه ځغلي او نن ورځ هم د هماغه پخواني غيرت درلودونکي دي، دوی که هرڅو له رنګارنګ فشارونو او تکليفونو سره مخ شي، بيا به هم په دين او وطن د ننګ او غيرت کولو لاره ايله نکړي او تر هغو به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي، تر څو يې ننني يرغلګر د انګليسي استعمارګرو په څير له خپل هيواده شړلي نه وي.

نو پرديپالي دې هيڅکله له ننګونو ډک افغان ولس څخه د دوی په خټه کې د اخږل شوي وجدان او غيرت د تروړلو هڅه نه کوي.

دا ولس به، که په هره بيه وي، ضرور خپل هر اړخيز استقلال بيرته د ځان کوي، ازادۍ به ګټي، د امريکايي يرغلګرو او د هغوی د افغان لاسپوڅو به شرمونکې ماتې په برخه کوي او په خپل له مبارزو، ننګونو او قربانيو ډک تاريخ به د يوې بلې وياړمنې ورځې باب اضافه کوي، ان شاءالله.

په همدې ستره هيله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close