نن د ماشومانو نړیواله ورځ ده، د مسلمانو ماشومانو حالت

راپورتاژ: ډاکټر مقدس

نن دسمبر میاشتې ۲۰مه نیټه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، په ۱۹۵۴ ز کال کې د ملګرو ملتونو دا ورځ د ماشومانو په نوم ونوموله، چې د نړۍ پام یې د ماشوم پالنې ته ور وګرځاوه.

غربي او اروپایي هیوادونه ددې ورځې په مناسبت د ماشوم د زده کړې، پوهاوي او د راتلونکي سوکاله ژوند په اړه مراسم جوړوي او پرې بحث کوي.

په دغه ورځ ميندې او پلرونه، ښوونکي، نرسان او ډاکټران، د دولت د مشرانو او د مدني ټولنې فعالانو، د ټولنې مشرانو، او ځوانانو ته سپارښتنه کیږي چې د ماشومانو د هوسا او روښانه راتلونکي لپاره د هغوی د حقونو غوښتنه او لمانځنه وکړي.

دوی په دغه ورځ ماشومانو ته ډالۍ او سوغاتونه ورکوي، نوې او ښکلې جامې ورته کوي، کلتوري او د نڅا پروګرامونه ورته برابروي، تاریخي او طبعي سیمو ته چکر ورکوي.

خو ایا دوی په مسلمانه نړۍ کې هم دماشومانو لپاره همدا حال غواړي؟ نه، دلته بیا خبره بل ډول ده.

تېره ورځ په حلب کې د اسد رژیم لخوا په بمباریو او توپچي ډزو کې ۱۸۰ عام مسلمانان شهیدان شوي دي، په سوریه کې د بشري حقوقو ټولنې ویلي چې په دې وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

اوس په بورما، افغانستان، سوریه او عراق کې د مسلمانو ماشومان څه حالت دی او راتلونکی به یې څه وي؟

د ملګرو ملتونو د څار ادارې څو ورځې وړاندې خبر ورکړ چې په سوریه او عراق کې د داعش ډلې لخوا په نیول شویو ښځو د جنسي تیریو له امله په دغه هیواد کې په زرګونو نوي ماشومان زیږیدلي دي، چې یاد حکومتونه ورته پيژندپاڼه( تذکره) هم نه ورکوي. د جنسي تیریو ښکار شوې ښځې چې یو شمیر یې د داعش له منګولو ازادې شوي وايي، ماشومان کوم هیواد ته ویسو تر څو د احوالو اونفوسو ادارې لخوا ثبت او راجستر شي.

څو ورځې وړاندې مو ولیدل چې د امریکايي ځواکونو جنګي الوتکو په کندز ښار کې د عامو مسلمانانو کورونه په نښه کړل او په کې یې په لسګونو بې ګناه ولسي وګړي ووژل چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو.

د روهینګیا بودايي مذهبه هیواد د بورما په میانمار ښار کې مسلمانان اوسیږي، چې ددې هېواد لس سلنه جوړوي.

د روهینګیا بودایي هیواد په کنسرتونو کې مسلمانان په ډله اییزه توګه ذبحه کیږي، د هغوی جسدونه یې په خپلو کورونو کې وسوځول، د مسلمانانو پرې کړي سرونه یې ورته په کورونو راوځړول، په مسلمانو ښځو یې ډله اییز جنسي تیري وکړل.

ددې ټولو پيښو ټکان ورکوونکي او زړه بوږنوونکي انځورونه یې هم خپاره کړل، چې دا ټول د مسلمانو هیوادونو د غفلت له امله ورپيښ شول او دوی به یې د خدای ج په وړاندې بې ځوابه وي.

موږ مسلمانانو ددوی د حقوقو په اړه څه وکړل، حتی د یوه حیوان په څیر هم په دې نړۍ کې د اوسیدلو حق نه لري؟ د نړۍ په لسګونو د بشري حقوقو دعوه کوونکي بنسټونه یې هم دا مظلومیت نه ویني، ولې چې مسلمانان دي.

اوسمهال د بورما مسلمانان تر ډيره د بنګلادیش هیواد ته په تیښته دي هغه هیواد یې هم د ورتګ مخه نیسي، د یوې سروې له مخې ویل شوي چې له بورما څخه تر اوسه پورې ۷۰۰ زره کورنۍ دغه هیواد ته ورغلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close