نن رجب طیب اردوګان د ولسمشرتابه لوړه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۸) ټاکل شوې ده نن به د ترکیه پارلمان کې رجب طیب اردوګان د دې هیواد د ولسمشر په صفت لوړه کوي، او دا به د نوموړي د دویم ځل مشرتابه لوړه وي. او دا به له نوي رامنځته شوي قانون سره سم د لومړي ځل لپاره د ترک ولسمشر لوړه وي، نوی قانون له پارلماني نظام نه رياستي هغه ته بدلون دی.

د اردوګان د ولسمشري د لوړي مراسمو کې به د نړۍ 22 هیوادونو مشران هم ګډون کوي، له دې سره به د نړي د مختلفو هیوادونو د پارلمانونو غړي هم په دې مراسمو کې برخه اخلي او د شپږو نړیوالو مؤسسو مسؤلین به یې هم برخه وال وي. د لوړې د مراسمو دا غونډه به د ترکیه پلازمینه انقره په رياستي تالار کې ترسره کیږي.

د سرچینو له قوله د دې مراسمو له امله د انقرې د امنیت سترې ادارې د ځانګړو امنیتي تدابیرو اعلان کړی دی، چې هغه کې به د پولیسو تر څنګ 10 زره پوځیان هم ځای په ځای کیږي، داراز د ریاست ځانګړي امنیتي ځواکونه، د استخباراتو کسان او د تروريزم ضد ځواکونو کسان به هم په دې امنیتي تدابیرو کې برخه اخلي.

د اناضول خبري ادارې له قوله د لوړي له دې مراسمو وروسته به د نړۍ د مختلفو هیوادونو مشران، دولتي استازي او د نورو ادارو مسؤلین د رجب طیب اردوګان په میلمستیا کې ګډون کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close