نن رسماً د ولسي جرګې د نوماندانو ټاکنیزې منډې تړې پیل شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۶)

د ټاکنو کمیسیون وایی چې نن یې په ټول هیواد کې د ولسي جرګې نوماندانو ته اجازه ورکړې څو خپلې ټاکنیز کمپاینونه پیل کړي.
د یاد کمیسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي وایي، کاندیدان کولی شي د میزان د میاشتې تر ۲۵ مې نیټې پورې خپلو انتخاباتي منډو ترړو ته دوام ورکړي.
نوموړی دغه راز له نوماندانو غوښـتي چې باید اړوندو قوانینو ته درناوی وکړي او له سرغړونو ډډه وکړي.
دولتی زیاتوي؛ له ژمنې سره سم به د ولسي جرګې انتخابات د روانې تلې د میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي.
د انتخاباتو کمیسیون له امنیتي اداراتو غوښتي څو د نوماندانو د امنیت ساتنې ته پاملرنه وکړي.
د یادونې وړ ده چې نوماندانو په مختلفو ولایتونو کې تر دې اعلان وړاندې هم خپل کمپاینونه پر لاره اچولي و، خو تر دې وروسته به رسماً داچاره مخته یوسي.
باید وویل شي چې په بیلابیلو ولایتونو کې تر دې مهاله د ولسي جرګې ۷ نوماندان وژل شوي  دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close