نن په مسکو کې د افغانستان د امنيت په اړه غونډه کېږي، خو افغان چارواکي پکې ګډون نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۵۹ مرغومی ۷) الماس خدرخیل

د روسيې چارواکي وايي، چې هېواد يې د افغانستان په اړه د يوه کنفرانس کوربه توب کوي.

ټاکل شوې ده، چې دغه غونډه نن د روسيې، چين او پاکستان د استازو په ګډون په مسکو کې جوړه شي.

دغه غونډه کې د پاکستان، چین او روسیې د بهرنیو چارو استازي ګډون کوي، چې په غونډه کې به ددغو هیوادونو پولو ته څیرمه د وسله والو د ځای په ځای کېدو په اړه راولاړو شویو اندیښنو او  د افغانستان د امنيت او روانو چارو په هکله بحث وشي.

پداسې حال کې چې د مسکو په نننۍ جوړېدونکې غونډه کې هيڅ يو افغان استازی ګډون نه لري، خو د غونډې ایجنډا ټوله د افغانستان په چارو راڅرخي.

افغان چارواکو د افغانستان په اړه د افغانستان له استازو پرته دغه جوړېدونکې غونډه د انېښنې وړ بللې.

په دې اړه د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند احمد شکيب مستغني ازادۍ راډيو ته وويل: “د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت، د دې غونډې په هدف کې شته ابهام او په دې برخه کې د افغانستان سره د همغږۍ نشتوالی، د اندېښنې وړ بولي او له اړوند لورو توضیحات غواړي.”

ويل کېږي، چې  د روسيې، چین او پاکستان په دې درې اړخېزه غونډه کې به د افغانستان په اوسني وضعیت او امنيت په اړه بحث وشي، چې په راتلونکي کې به په دغو غونډو کې ایران هم شامل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close