نن په ټول هېواد کې د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو ۹۹ يمه کليزه لمانځل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۸)

نن چې د زمري د مياشتې ۲۸ نېټه ده، په ټول هېواد کې له انګريزانو د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو ۹۹ کليزه لمانځل کېږي.

د وخت پاچا شاه امان الله خان د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په اته ویشتمه انګلیسي واکمنان دې ته اړ کړل چې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپېژني.

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ چې د پاچا امان الله له خوا رسماً د ازادۍ ورځ نومول شوې، نن په ټول هېواد کې لمانځل کېږي.

دغه ورځ به پخوا د هېواد په هره برخه کې د چارواکو له خوا په ځانګړو مراسمو سره لمانځل کېدله خو د وروستيو ناامنيو له کبله يې اوس لمانځل کمرنګه شوي دي.

افغانانو د غازي امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه له انګريزانو د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه.

د هېواد د خپلواکۍ ٩٩ يمه کليزه د ولسمشر غنى، ډاکټر عبدالله او نورو چارواکو له خا  په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ څلي کې د ګلانو ګېډۍ په کېښودو سره ونمانځل شوه.

د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې لپاره نن د کابل سربيره د هېواد په ټولو ولایتونو کې کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.

هرکال دغه ورځ په ټول افغانستان کې عامه رخصتي وي او د زمري ۲۸ هېوادوال د خپلواکۍ ورځ بولي او لمانځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close