نواز شریف او لور یې پاکستان ته له رسیدو سره سم نیول شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۲۲)

نواز شریف او لور یې مریم نواز نن ماخوستن د لاهور هوایي ډګر کې له ښکته کیدو سره سم د پولیسو له خوا ونیول شول.
که څه هم نوموړي ته یې زرګونه مینوال هوایي ډګر ته را روان و ، خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او هغه یې له ښکته کیدو سره سم یوې کوچنۍ الوتکه کې د اسلام آباد پر لور لیږدولی ، چې ښایي له هغه ځایه د اډیاله زندان ته انتقال شي.

شریف او لوریې د محکمې تر پریکړې وروسته له لندن څخه د اتحاد ایرلاینز په الوتکه کې لومړۍ ابوظبي او بیا د لا هور د علامه اقبال هوایي ډګر کې ښکته شول.

پر شریف او لور یې تور ده چې د واک په موده کې یې پراخ مالي فساد کړی او په لندن کې یې په ناقانونه توګه کورونه اخیستي، محکمې نوموړي ته د ۱۱ کلونو د بند او ۸میلیونه پونډه او لور ته یې د ۸ کاله بند او دوه میلیونه پونډ نقدي جریمه ټاکلې.
دغه راز زوم یې هم پر یوکال بند محکوم شوی دی.
د ښاغلي شریف راتګ ته زرګونه امنیتي کسان ځای پر ځای شوي و، څو هوایي ډګر ته د نوموړي د پلویانو له ورتګ څخه مخنیوی وکړي.
د شریف پلویان وایي چې امنیتي ځواکونو یې سلګونه پلویان واردمخه نیولي.

شریف تېر کال د جولای پر ۲۸ نیټه یوې محکمې د لندن ښار مرکزي برخه کې د “ایون فیلډ“ ودانۍ څلور اپارتمانونو د ناقانونه ملکیت له امله له واک څخه معزول او د مسلم لیک ګوند مشري یې هم ترې واخیسته، تر څنګ یې ټولې هغه پریکړې هم باطلې اعلان شوې چې نوازشریف د ګوند د مشرۍ پر مهال کړې وې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close