نواز شریف وايي، باوري دى چې پر پاچا خان پوهنتون برید له افغانستانه شوی، خو افغان حکومت نه تورنوي

کابل ټکی کام ۰۵سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف تېره ورځ په لندن کې د پاچا خان د پوهنتون په اړه وویل، مالومات ښیي چې پر پاچا خان پوهنتون برید د افغانستان له خاورې شوی دی خو نه غواړي افغان حکومت په لاس درلودلو تورن کړي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف وايي، ځینې عناصر شته چې د پاکستان په خاوره کې په «تروریستي» پېښو کې لاس لري.
نواز شریف همدا شان وویل چې پاکستان د هغې موافقې په عملي کولو سره( چې خاوره به د یو بل په ضد نه کاروي) رېښتينى دى، او نه غواړي په افغانستان دا ډول بریدونه ترسره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close