نواز شریف يو ځل بيا ډاکټر عبدالله ته د پاکستان سفر بلنه ورکړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۹) الماس خدرخېل

د پاکستان رسنيو او د ملي تلویزیون (پي ټي وي نيوز) د ورکړل شويو راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس زکريا له خوا ويل شوي چې پاکستان به په روسيه کې د افغان سولې په اړه په خبرو اترو کې برخه واخلي.

هغه دا څرګندونې د اوونيزې خبري غونډې ته د وينا پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې د پاکستان لومړي وزير نوازشريف يو ځل بيا د افغانستان اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

هغه وويل، پاکستان ته د اجرائيه رئیس د سفر په نېټه کار روان دی او ډېر ژر به پاکستان ته راشي، خو تردې دمه د ډاکټر عبدالله د سفر نېټه او ایجنډا نه ده ټاکل شوې.

.ددې تر مخه ویل شوي وه، چې نوموړی به د سعودي د سفر څخه د راګرځېدو وروسته پاکستان ته سفر وکړي او هلته به د افغان مهاجرینو پر ستونزو، خپل هیواد ته د هغوی پر بیا ستنېدو او همداسي د تروریزم پر ضد مبارزه کې د پاکستان ملاتړ او دوه اړخیزه اړیکو باندي بحث وکړي.

د يادونې ده، چې تېر کال هم پاکستان عبدالله ته د سفر بلنه ورکړې وه، خو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د ترينګلتيا له امله يې رد کړې وه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close