نورستان: امريکايانو د جنازې پر مراسمو بمباري کړې ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۵) د نورستان ولايت چارواکي وايي، د وانت وايګل ولسوالۍ مربوط د کټار ګمبير سيمه کې د هوايي بريد پر مهال د ملکي وګړو په ګډون يوولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم اسوشيټيډپريس خبري اژانس ته ويلي، دغه بريد د امریکا د هوايي ځواکونو له لوري ترسره شوی چې په ترڅ کې يې د شپږو ملکيانو په ګډون يوولس کسان وژل شوي دي.

نوموړی وايي، ځيني ملکي کسان او طالبان د يوه طالب چارواکي پوښتنې ته ورټول شوي و چې پر مهال يې هوايي برید شوی دی.

د والي په خبره، نوموړی طالب چارواکی تر دې مخکې په يوه بل برید کې ټپي شوی و.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکايانو له لوري په یاد سيمه کې په ملکي خلکو برید “جنایت” بللی په خبره يې تېر ماسختن لس بجې په کټار ګمبير سيمه کې د جنازې پر مراسمو هوايي برید شوی چې په ترڅ کيې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس تنه ملکیان وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې د امريکايي هوايي ځواکونو له لوري د جنازو او عامو خلکو ګڼ ميشت ځايونه په نښه کېږي بلکې تر دې مخکې هم امريکايي او افغان هوايي ځواکونو د عامو خلکو پر ګڼې ګوڼې، د جنازو، ودونو او دينې مدرسو کې مراسم بمبار کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close