نورستان: د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور شپانه وژل شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)

له نورستان څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د دې ولایت د نورګرام ولسوالۍ اړوند “لاټوا“ کلي کې بې پیلوټه الوتکې په غرنیو سیمو کې  شپانه بمبار کړي.
خبر زیاتوي، د دغه برید په نتیجه کې څلور کسان چې د غره په لمن کې یې رمې څرولې په نښه او ځای پر ځای وژل شوي دي.
د سیمې خلک وایي چې څلور واړه شپونکیان د یوبل لیدو لپاره راټول شوي وو ،چې برید پرې شوی دی.

دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په همهاله توګه د هیواد په مختلفو نقاطو کې د ولسي خلکو پر کورونو او میشت ځایونو شپنۍ چاپې او عملیات دوام لري، چې وروستۍ هغه یې د هلمند ولایت په سنګین کې د بریښنا د کارکونکو وژل کیدل او په میدان وردګو کې د سلګونو دکانونو نړول وو ،چې په دواړو پیښو کې شاوخوا ۲۰ تنه ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close