نورستان: د دواب ولسوالۍ جګړه په درېمه ورځ هم روانه ده، افغان ځواکونو کلي په نښه کړي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲ الماس خدرخیل

د نورستان ولايت چارواکي وايي، چې په دواب ولسوالۍ کې د درې ورځو په تېرېدلو لا هم جګړه دوام لري.

د نورستان امنيه قومندان اکرام الدين سريع وايي، چې په دې ولسوالۍ درې ورځې مخکې ۵۰۰ وسلوالو طالبانو حمله وکړه، چې لا هم د افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

که څه هم نوموړی خپل طرف ته تلفات نه مني، خو وسلوالو طالبانو دوه ورځې وړاندې ادعا وکړه، چې د يادې ولسوالۍ دوه امنيتي دفاعي پوستې يې له افغان ځواکونو په بشپړه توګه نيولي دي او ولسوالۍ يې محاصره کړې ده.

د ځايي اوسېدونکو په وينا تېر ماښام افغان ځواکونو د اړوندې ولسوالۍ په بجګل کلي د هوانونو او توپونو بريدونه کړي، چې يو شمير ولسي خلکو ته يې مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.

بل پلو طالبانو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې ولسوالۍ اوس هم د دوی تر کلکې محاصرې لاندې ده او د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو يو کور ويجاړ شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه پکې زخميان شوي هم دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close