نور په آن لاین بڼه خپل پاسپورټونه تر لاسه کولای شی

کابل ټکی کام (شنبه ۲۶ مرغومي ۱۳۹۴ل) احمدالله مهاجر
هغه طرحه چې د مخابراتو وزات په لار اچولې ده، ډېر ژر به په آن لاین طریقه د پاسپورت غوښتونکو نوم لیکنه پیل کړي
دغه طرحه چې د پارلمان له لوري تایید شوې ده، د مخابراتو وزارت، د پاسپورټ عمومي ریاست، او د مرکزي بانک له لوري په شريکه پر مخ وړل کیږي.
ددې پروژې د تطبیق امتحاني چارې د پنجشنبې په ورځ د دولتي چارواکو په مخ کې ترسره شوې.
د پاسپورټ ریاست وایي چې د پاسپورټ غوښتونکي که په هر ځای کې وي کولای شي په آن لاین طریقه نوم لیکنه وکړي او بیا خپل فورمونه د خپلو ولایاتو له مرکزونو ترلاسه کړي.
د پاسپورټ ریاست وایي چې دا کار به هغو خلکو ته زیاته اساني ور په برخه کړي څوک چې پاسپورټ ته ضرورت لري، دوی به وکولای شي چې په دوه یا درې ورځو کې خپل پاسپورټونه ترلاسه کړي.
په لمړي سر کې به دا پروژه په کابل، ورپسې په ولایاتو او بیا په ولسوالیو کې په فعالیت پيل وکري.
د مخابراتو وزارت وایي چې تر اړوند کسانو ددې پاسپورټونو د رسولو چارې به د افغان پوسټ په سر وي، چی په کابل کې به ۲۰۰ افغانۍ، په ولایاتو کې ۵۰۰ افغانۍ مصرف اخلي.
د پاسپورټ او د خرڅې ټولې پیسې به د بانکونو له لارې جمع کیږي، او وروسته به د تلفون له لارې هم جمع کیدای شي.
د پاسپورټ رئیس وویل چی ددې ترڅنگ به مونږ خپل آف لاین سیستم هم جاري وساتو.
ددې طرحې په افتتاح کې اجرایوي رییس هم په خپل وار سره وویل: «ډیر خوښ یم چې د داسې پرمختگ لارې پرانستل شوي دي، او زیاته یې کړه چې پدې سره به د اداري فساد مخه هم ونیول شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close