نويو فاضلانوته نوې سپارښتنې!!!

لیکنه: الهـــام الـبـدري

انسان په دنیا کې دغم او خوشالۍ له ډول ډول حالاتو څخه تېريږي،
کله خو داسې ستونځو او ناخوالیو سره لاس او ګرېوان وي چې دزغم، تحمل او تصور یې له امکانه لرې ښکاري.
دغسې یې دخوشاليو اړخ هم لوړ دی چې ډول ډول خوشاليو سره په ژوند کې مخ کیږي خو ځيني دا سې خوشالي وي چې دژوند لومړۍ او هم وروستۍ خوشالي بللې شي،
له دغې جملې څخه یوه هم د دستار فضیلت خوښي ده چې دطالبانو دستومانه سفر اقامت او ارامګاه ده،
او دلته یې دژوند تمامې تږې هیلې او ارزوګانې سېرابه شي،
او ورسره له داسې سعادت برخمن شي چې الله جل جلاله یې پرته له انتخابه هیچاته نه ورکوي ،چې هغه دنیوي احادیثو سند دی دکوم پر مټ چې دین او ټول اسلامي احکام دانساني ژوند تر وروستي پیره (قیامته) وړل کیږي.
هو! دستار که په ظاهره وقار او سکون ښکاري؛
خوپه حقیقت کې دومره درون او ستر مسؤلیت دی چې دژوند تر وروستۍ سلګۍ به ترې ارامه او بې غمه ډډه ونه لګوې .
هرمسؤلیت یو څه درغلي او کسالت زغملی شي؛ خو وراثت هغه مسؤلیت دی چې سستي پکې لوی جرم او درغلي یې هلاکت دی.
ځان په اخلاص سنګار کړه، تقوا سورلی او توّکل دلارې توښه وګرځوه، ورنه تر تا یې ډېر زیرک، ویښ فکره او لوی لوی خلــک دفتنو تر دروازو ورسـول.
له دې مخکې ته په معاشره کې په طالب یادیدولی شوې ستا کړو وړو ته هیچا پاملرنه نه درلوده،
تاهم ځان فارغ او خلکو هم له دنیوي امورو فارغ بللې؛
خو نن ستا هر قدم او حرکت تر څارنې باندې دی،
ټولنه ستا له ښو ښه او بدو بد الهام اخلي .
نن تاته دخپل شیخ لخوا داسې امانت در وسپارل شو، چې ترتا وړاندې الله جل جــلاله ځمـــکې او اسمانو ته وړاندې کړی و، او هغــوی ترې عاجـــزه شــوي و،
او دا هغه امانت دی کوم چې داسلام ستر پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته دامانت په توصیه سپارلی او نن دغه سلسله تر تا راورسېده.
نور دارامي اوراحت طلبي فکرونه شاته وغورځوه،
امتحانو ته تابیه او تیاری ونیسه! استقامت، صبر حوصله، عزم،او لوړې ارادې ولره
ایا ته خبر یې! چې دامتحان په ډګر پرته له علماء وو نور هیڅوک ندي پاته، نن کفري نړۍ تمامې حربې ستا په خلاف استعمالوي او تر ټولو لوی دښمن یې هم ته یې،
او غواړي چې څنګه علماء په اسلامي ټولنه کې له اعتباره وغورځوي، که په هر قیمت وي نړۍ ستا دختمولو په تکل کې ده،
شهادت او اسارت هم له پامه ونه غور ځوې،
شاید داسې حالات درباندې راشي، چې زولنې به نه وي پر خپل دستار دي لاسونه در وتړل شي،
پټۍ به نه وي په خپل دستار به دې ټپونه دروتړل شي
داعدام رسۍ به نه وي پرخپل دستار راوزړل شې،
کفن به نه وي خپل دستار کې خاوروته وسپارل شې.
نن امت مسلمه له ډېرو نازکو حالاتو څخه تیریږي د ښې بېدریغه ایثار او قربانۍ ضرورت دی،
هم ځان او هم دټولنې ځوانان قربانۍ ته تیار کړه،
دهغوی فکری روزنه هم وکړه ته نه ګورې نن اشغال فکره مسلمان داسلام پر وړاندې له کافر نه لوی خنډ دی،
خپل مسؤلیت اداء کړه
خپل مسؤلیت ته دمسؤلیت په ستر ګه وګوره.
که خدای کول راتلونکی زموږ دی
دا ټول هغه څه دي چې نن واقعي پېښ شوي په فرض او محال مه تحمیلوه .
په اخر کې تاته او ستا درنې کورنۍ ته دزړه لکومې د دستار فضیلت مبارکي وایم.
ستا دبريتانيا په هیله

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close