نوی امریکایي قوماندان: امید نه لرم چې افغان جګړه به له نظامي لارې ختمه کړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۳۰)

 

د نیکولسن پر ځای افغانستان ته نوی نومول شوی امریکایي قوماندان جنرال سکاټ میلر تیره ورځ د امریکا د سنا مجلس یوې استماعیه غونډې ته وینا وکړه او د سناتورانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

نوموړي که څه هم د ډیرو پوښتنو ځوابونه نه درلودل خو بیا هم تر یوه حده بریالی شو چې یادو پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړي.
میلر وویل؛ لا هم نه پوهیږي چې افغان جګړه به نور څومره وخت ونیسي او نه هم د جګړې د ختمولو او پای ته رسولو ضمانت ورکولی شي.
نوموړي ټينګار وکړ چې امريکايي ځواکونه بايد اوږدې مودې لپاره افغانستان کې مېشت وي تر څو امريکا ته د ترهګرۍ شته ګواښ له منځه لاړ شي.
نوموړي د طالبانو په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه؛ موږ په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلې د له منځه وړلو او د خپل امنیت د خوندیتابه په موخه دائمي پاتې کیږو .
میلر زیاته کړه؛ که څه هم امریکا ته ټول متوجه ګواښونه له منځه لاړ شي، بیا به هم موږ هلته میشت یو.
د میلر په خبره؛ افغان جګړه د نظامي لارو څخه هیڅ د ګټلو نه ده او باید پر سیاسي حل هم کار وشي.

نوموړي د حکومت له خوا د روان اوربند مخالفت هم وکړ اوزیاته یې کړه څومره چې وسلوال ځپل کیږي هومره موږ ګټه کوو.
هغه د فساد پر وړاندې هم د ګامونو اخیستلو څخه خبر ورکړ چې په وینا یې د هرڅه پوښتنه به کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close