نوی زعیم او نوې هیلې

کابل ټکی کام ۱۱زمری ۱۳۹۴ لیکنه: اسامه وزیروال د طالبانو نوي زعیم په خپل غږئیز پیغام کې د روان مسلح مقاومت د لا توندولو هیله څرګنده کړې او په دې توګه یې هغه ټولو سوله مارو ته سورخط کش کړی چې غواړي د سولې پر نوم ولس ته دوکه ورکړي، روان مقاومت ټکنی کړي او د افغان ولس په سرنوشت لوبې وکړي.   ملا اخترمحمد منصور په خپلو خبرو کې د سنګر مجاهدینو ته ډاډ ورکوي، چې د ارواښاد امیر کړنلاره به تعقیبوي، د مقاومت سنګرونه به د اشغال تر پایه تاوده ساتي او دیموکراسي به په هیڅ صورت ونه مني.   نوي ټاکل شوي مشر په خپله وینا کې د \”سولې پروژه\” او ورته نومونه او اصطلاحات محض لباسي پروژې ګڼلي چې د رسنیو او علماء سوء له لورې د مجاهدینو او عامه اذهانو د مغشوشولو لپاره په کار اچول کیږي، ترڅو زموږ د افغان ولس ناخوالې لا پسې وغځوي او افغان ولس د یو بل ناورین سره مخ کړي.   ملا اخترمحمد منصور په خپله وینا کې ټینګار کوي چې اتحاد او اتفاق هغه څه دي چې زموږ د خدای بخښلي زعیم هیلې له ناهیلیو څخه ژغوري، موږ که د خدای بخښلي امیرالمؤمنین سره د وفا اظهار کوو باید د هغه هیلې په عمل کې د اتحاد او اتفاق په صورت کې پلې کړو.   ملا اخترمحمد منصور لارښوونه کوي چې د خفه وو ملګرو د خوشالولو هڅې وکړئ، رضا یې کړئ او د امارت د متحد او سپېڅلي صف له انشقاق څخه یې وژغورئ؛ زه تاسو ته ډاډ درکوم که زما په انتخاب خوښ نه واست او یا مو له شریعته منحرف ولیدم، په وخت مې خبر کړئ، ځان به عزل کړم.   د طالبانو د نوي مشر بیانیه امیدارونکې بریښي؛ او داسې انګیرل کیږي چې دی به وتوانیږي هغه عارضي مخالفتونه د خبرو د لارې له منځه یوسي کوم چې د ملا محمد عمر د وفات د اعلان سره سم، د طالبانو په لیکو کې را څرګند شول. دملا اختر محمد منصور باره کې دا هم ویل کیږي چې خورا زیرک او آن د پښتنو د دودیزو جرګو ـ مرکو ملکه هم لري او کولی شي خفه ملګري په اسانه توګه له ځانه سره کړي.   د ملا منصور په خبرو کې کلک هوډ، اخلاص او ایمان له ورایه څرګندیږي؛ هغه په روانه وسلواله مبارزه د ارواښاد مشر ملاصاحب په څېر ټینګار کوي او د غربیانو د دسایسو څخه هم یادونه کوي چې ګواکې غربیان به اوس، زموږ د منتشر کولو زیات کوښښ ځکه کوي چې موږ بریا ته نږدې شوي یو خو په ترڅ کې یې دا یادونه هم کوي چې بریا مو په اتحاد او اتفاق کې نغښتې ده.   که څه هم د مشر ملاصاحب د مړینې د اعلان سره سم، ځینو کړیو د طالبانو په لیکو کې د انتشار کوښښونه شروع کړي مګر سیاسي شنونکي یې د سترو ګوندونو ترمنځ عادي اختلافات ګڼي چې د هر ګوند د وګړو او چارواکو ترمنځ شتون لري او کوم خاص مشکل نشي ایجابولی. البته موږ هم د طالبانو د نوي زعیم څخه د ترحم او تحمل هیله کوو چې ناراضه او منتشر ملګري دي سره راټول او خوښ کړي ترڅو بریا ته نږدې له ناخوالو او د پردیو له استعمال او استعمار څخه وژغورل شو. په درنښت – See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=22#sthash.2Dq20D4R.dpuf

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close