نوی نسل په لومو کي ګیر

لیکــنه او تـــــــــرتیب:م ن حمزه حسیـــني

موجوده حالات دي چې زمــوږ په چاپیریال یې منــفي اغيز کړی. د استعمار په لومو کې راګیر ځوان نسل د غربي ښکېلاکګرو مطبوعاتي او رسنـــــیزو شبـکو په تبلیــغاتو خپل اسلامي افکار یا خو یې بالــکل له لاسه ورکړي او یا هم زیانمــن شوي.

په اسلامي شعائرو باندي ملنـــډې وهــــي او د سنتو د نبي کریم صلي الله علیه وسلم باندې یې جـــرئت د علـــماء کــــرامو سره یې بغض او عداوت پیدا شوی. د ډیمکــراسۍ چټل نظام تر سیــوري لاندې خپل قیمـــ­ـتي ژوند تیرول یې د ژوند یو ارمان دی، د غربي فیشن او سټایــل جوړول او په داسې نورو له اسلام لرې عنعناتو سره ځانونه سینګارول یې عادت کرځـــیدلی  او دا طبعي خوند ورکوي.

که چـــیرته خدای نخواسته دا لړۍ همداسې جریان ولري او ددې فاسدو تبیلغــاتو مخه ډب نشي، نو ځـــوان نسل به له یو ســـتر عقیدوي ناورین سره مخ شــــي، ځکه چې یهودو او نصاراو به پخــوا مستشرقــین روزل او بیا به یې اسلامــي هیوادونو ته استول ددې لپاره چې خلکو ته په دین کې شکوک پیــدا کړي؛ خو نن سبا زمانه انټرنيټي شوې او دا غــدار دښمــن په ډیره اسانــۍ سره خپله وظیفه اجراء کوی شــي.

اوس ددې متأثره مفکـــورو اصــلاح او د علم و عرفان طرف ته یې راګرځــــول یوازې زما او ستا کار نه دی، بلکې دا عظــیمه ذمواري په څلـــورو شخصیتـــونو راڅـــرخي چې هغه عــبارت دي له:

۱…حق پرســـــتو علماو

۲…ددین له طالبـــــــانو

۳…مخلصو محصلیـــــنو

۴…او له اسلام پالو مبــارزینو څخه

نو بناء دا اوس ددوی مسئولیت دی، چې دا دنده په ډیر اخــــلاص سرته ورســوي او ددې مسئولیت په وړاندې کیدای شي سړی له سترو خنډونه سره مخامخ شــي؛ خو بیا هم باید دا مبارزه پرې نښـــودل شي.

او دا ځکـــه ددوی مسئولیت دی، چې نبي اکـــرم صلي الله علیه وآله وسلم فرمایلي دي:

کلــــــــکم راع وکلــــــــکم مســـــؤل­ عن رعیتـــــــه الحدیث

باید خپل ویده او له غــربي ميډيا نه متأثر ولس د اسلامــي تاریخ نه خبر کړل شي او د هغوی په قدم د تللو توصـــیه ورته وشـــي، لکـــه د نبي کریم صلي الله علیه وسلم د صورت او سیرت او د غزواتو ذکر، د صحابه کرامو رضوان الله تعالي علیــهم اجمعـــین د شجاعت او حسن اخلاقو ذکر، د فقهــاو د علم او ذهد ذکر او د اسلامي نړۍ د فاتحینو ذکر لکه خالد ابن ولید…ابوعبیــده ابن جراح…عمر ابن الخطاب… صلاح الدین ایوبي…محمد ابن قاسم وغيره وغيره، تر څو مو په نوي نسل کې د صــبر، زغم، حلم، شجاعت، وفا، او فدا کاري ښایسته صفــات پیدا شي او ټولني ته د خدمت کولو وړ وګـــرځي.

د یو سوچه او اســـلامي نظام د راتلو په هیله!

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close