نوې څېړنې ښيي چې په هېواد کې اېډز په چټک ډول خپرېږي

کابل ټکی کام ۱۸ زمری ۱۳۹۴ راپور: حسین د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د روان زېږديز کال د اېډز د وژونکې ناروغۍ ثبت شوي ناروغان ۶۷۰۰ تنو ته رسېږي. دغه چارواکي د يوه نړيوال راپور په حواله وايي، چې په افغانستان کې د ۲۰۱۳ ز کال د اېډز ناروغان يوازې ۱۷۰۰ تنه وو، چې په تېرو دوه کلو کې ۴ چنده ډېر شوي دي. د روغتيا وزارت د اېډز د کنترول څانګې يوه ډاکټر احسان الله احسان وايي، ډېری د اېډز ناروغان د پېچکاريو له لارې په دې ناروغۍ اخته شوي دي. خو د نړيوال راپورونو پر اساس د اېډز وژونکي ناروغي ۸۰ فيصده د جنسي يوځای والي او يوازې ۱۰ فيصده يې د پېچکاريو د استعمال له لارې له يوه ناروغ څخه بل انسان ته انتقالېږي. د افغانستان د روغتيا وزارت د اېډز د مخنيوي څانګې تېره ورځ په دې اړه په يوه کانفرانس کې وويل، چې د يادې بېمارۍ پټول دغه بېماري نوره هم پياوړې کوي او په تدريجي توګه به دغه مريضان ووژل شي. د عامې روغتيا وزارت مسؤولين وايي، د اېډز ناروغانو ته په سپکه کتل، ناخبري، د جنسي داروګانو استعمال، د پېچکاريو کارول، د مناسبو طبي مراکزو او کافي بوديجې نه شتون هغه لاملونه دي، چې په هېواد کې ياده ناروغي نوره هم خپروي. ياده دې وي چې په هېواد کې د دغې ناوړه ناروغۍ لومړۍ پېښې د روان امريکايي يرغل له پيل وروسته ثبت شوې او افغانستان له دې وړاندې په دې نامه کومه ناروغي نه پېژنده

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close