نيويارک: نامالوم بريدګر ۱ تن وژلی، ۲ نور ټپيان دي

کابل ټکی کام ۱۹عقرب/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د امريکا په نيويارک ښار کې د اورګاډو يوه تمځای ته نږدې د يوه نامالوم بريدګر په ډزو کې لږ تر لږه ۱ تن وژل شوی دی، ۲ نور ټپيان دي.

پوليس وايي، لومړني مالومات ښيي چې د بريدګر هويت مالوم نه دی او په تېښته بريالی شوی دی.

امريکايي رسنيو د پوليسو له خولې ليکلي دي، چې بريد د يوه واړه موټر له دننه وشو، چې د مانهاټن کلي د اورګاډو تمځای بن سټېشن ته نږدې پر يو سړک رامنځته شو، د پېښې لامل تر دې دمه نه دی مالوم.

رسنيو زياته کړې ده، چې د پوليسو لسګونه موټران د پېښې په ځای کې ليدل کېږي او د پېښې له عيني شاهدانو يې پلټنې پيل کړې دي.

دا لومړی وار نه دی، چې د امريکا په کوم ښار کې ورته بريد کېږي، بلکې په دې وروستيو کې دغه ډول بريدونو خورا زور اخستی دی، چې ډېری قربانيان يې محصلين، پوليس او عام وګړي وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close