نيويارک ټايمز: اېشچي يوه ورځپاڼه پيل کړې او خپلې خاطرې په کې ليکي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۷)

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشجي قضیې ته کتنه کړې او په یوه مقاله کې یې ویلي “ښاغلی ایشجي د دوستم له راتګ څخه ډیر اندیښمن دی“

ورځپاڼې ویلي، په داسې حال کې چې د ایشجي دعوا د عدلي طب دو راپورونو کې ومنل شوه، خو لا هم قانون د زورواکو پر وړاندې په ګونډو دی.

نیویارک ټایمز د نوموړي له قوله لیکلي ، چې د دوستم د راتګ په خاطر د هرکلي جوړ شوي مراسم یې په ژوندۍ بڼه څارل او په خبره یې چې “هغه کسان چې په ناوړو جرمونو تورن دي د دې پر ځاى چې په زولنو تړلي بوتلل شي ليدل کې چې پر سرو غاليو گرځي“
د ایشجي زوی بکتاش یادې رسنۍ ته ویلي؛ پلار یې اوس یوه ورځپاڼه هم پیل کړې او خپل خاطرات په کې خپروي.
نوموړي ویلي، په نړیواله محکمه کې یې عریضه ثبت کړې خو دله افغان حکومت یې ټولې هیلې پرې شوې.
بکتاش ویلي، پلار یې اوس دې ته اندیښمن دی چې له هغو کسانو سره به کوم ډول چلند کیږي چا چې د ایشجي د برائت او د هغه د ملاتړ په موخه شاهدي ورکړې وه.

خو د جنرال دوستم دفتر تل دا ادعاوې د لومړي مرستیال پر ضد توطیه بللې او رد کړې یې دي.
افغان حکومت تل ویلي چې د دوستم قضیه به د څارنوالۍ له لارې حل کوي، خو لا هم کوم ارګان د دوستم د محاکمه کولو جسارت نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close