نيکه د اقتصادي ستونزو له کبله اتلس مياشتينۍ لمسۍ پلورلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۲)

د هېواد په شمالي ولايت مزارشريف کې يوه نيکه د اقتصادي ستونزو له کبله خپله اتلس مياشتينۍ لمسۍ په اويا زره افغانۍ پلورلې ده.

دغه کس چې خپله لمسۍ پلورلې محمدجان نومېږي وايي، د لسمۍ له پلورلو وروسته کور ته په لاره و چې غلو ترې ټولې پيسې هم غلا کړي دي.

د محمد جان په وينا، خپله لور يې د اقتصادي ستونزو له کبله پلورلې او کله چې يې له اخيستونکو پيسې ترلاسه کړې په موټر کې ترې غلو پټې کړي دي.

پلورل شوې ماشومه نرګس نومېږي د هغې مشره خور نذيره وايي، د خور یادونه يې زوروي، هر وخت ورپسې ژاړي او زړه يې ورپسې خفه دی.

محمدجان وايي، د خپل زوم له مړ کېدو وروسته ناتوانه شو ځکه يې د خپلې لمسۍ پلورلو ته مخه کړه زياتوي چې اوس په دغه کار پښېمانه دی او له توان لرونکو خلکو غواړي چې لاس نيوی يې وکړي.

دا لومړی ځل نه دی چې یو نيکه د اقتصادي مشکلاتو له کبله د خپلې لمسۍ پلورلو ته اړ کېږي، بلکې تر دې مخکې هم د کابل په ګډون د هېواد په نورو ولايتونو کې ورته پېښې شوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close