نړيوال بانک د باغدارۍ ودې او پراختيا لپاره ۷۵ ميليونه ډالره مرسته کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۳)

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وياند اکبر رستمي وايي، چې نړيوال بانک د باغدارۍ د ودې او پراختيا لپاره ۷۵ ميليونه ډالره مرسته کوي.

د رستمي په وينا، دغه پيسې د هېواد به بيلابيلو برخو کې د باغ لرونکو او کروندګرو د پياوړتيا، د تخمونو د زياتوالي او د زراعت په برخه کې لګول کېږي.

نوموړی وايي، د نړيوال بانک له يادو مرستو سره به د هېواد زراعتي توليداتو کې ښه والی او د بزګرانو اقتصاد هم له پخوا ښه شي.

د روان ۲۰۱۸ميلادي کال په اپريل مياشت کې د افغانستان لپاره د بيارغونې د څار ادارې “سيگار” ويلي و چې د افغانستان بيا رغونې ته ميلياردونه ډالر ورکول کېږي- ورکول شوي خو د دغو پيسو د لګښت څرنګوالي په تړاو حساب ورکول ډېر محدود دي او نړيوال بانک هم په دې کې پاتې راغلی چې د يادو پيسو د اغېز سمه ارزونه وکړي چې دغه پيسې چيرې ځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close