نړیوالې ستراتيژۍ او څېړنې مرکز: امريکا د افغانستان او عربي نړۍ په جګړو کې ناکامه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۴)

د نړيوالې ستراتيژۍ او څېړنو مرکز وايي، چې امریکا د افغانستان او عربي نړۍ په جګړو کې ناکامه ده.

د دغه مرکز څخه په خپاره کړي يوه مطلب کې راغلي، چې امريکا د افغانستان، عراق، یمن، سوريې په جګړو کې بریاوې نه لري په ناکامو جګړو کې يې ښکېله شوې ده.

د سرچينې په وينا، غیر معقولې تګلارې، د ملتونو حساسيتونو ته نه پام، او د امريکا ګټې په نظر کې نه نيول هغه لاملونه دي چې امريکا يې له ماتې سره مخ کړې ده.

د ستراتيژۍ او څېړنو دغه مرکز ويلي، امريکا دې د خپلو هوکړو پابند و اوسي، تر هغې به له هغه هېوادونو نه ووځي چې امنيت پکې نه وي راغلی زياتوي کومه تګلاره چې امريکا غوره کړې په دې سره د دغه هدف ترلاسه کېدل نا ممکن دي.

په مطلب کې راغلي، چې امريکا په روانو جګړو کې برياوې- لاسته راوړنې نه لري او تر دې دمه په ډيری مواردو کې پاتې راغلې ده.

په دغه مطلب کې امريکا ته سپارښتنه شوې چې په خپلو تګلارو له سره غور وکړي، د جګړو لاملونه، ګټې او زيانونه څرګند او په دغه ډول دې په پرديو هېوادنو کې بې ګټې او بې هدفه جګړې بندې کړي.

تر دې وړاندې هم د امريکا څيړنيزې ادارې، مشهورو رسنيو او پوځي شنونکو د نورو هېوادونو په شمول په ځانګړي ډول د امريکا اوولس کلن ماموريت په افغانستان کې ناکام بللی او له امريکايي چارواکو يې غوښتي چې خپل پوځيان ژر تر ژره بيرته ستانه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close