نړیوال بانک: افغانستان کې هر کال ۴سوه زره کسان بې کاره کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۰)

نړيوال بانګ په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې افغانستان کې د ناامنيو او د حکومت د کمزورې پاليسۍ له امله د بې کارۍ کچه د وخت په تېرېدو نوره هم زياته شوې ده.

راپور کې راغلي، افغانستان کې د بېکارۍ کچه په بې ساري ډول زیاته شوې او هر کال د بې کارانو په ډله (څلورسوه زره) کسان ور زياتيږي.

نړيوال بانک، نا امني، د حکومت کمزورې پاليسي، کډوالي او ورته ډول نور لاملونه د بې کارۍ زياتوالی ښودلی زياتوي ښايي دغه ستونزه نوره هم زياته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان ۱۳۹۷کال د زمري مياشت کې د افغانستان د اقتصاد وزير مصطفی مستور يوې غونډې ته ويلي و چې هېواد کې د بې وزلۍ کچه (پنځه پنځوس) سلنې ته رسېدلې او شاوخوا نهه ميليونه وګړي له بې کارۍ سره مخ دي.

هغه ويلي و چې په هېواد کې نا امني او فساد هغه لاملونه دي چې بې کاري يې زياته کړې ده.

د راپورونو له مخې، دا مهال په افغانستان کې داسې زرګونه ځوانان بې دندې ګرځي چې د ماسټرۍ تر کچې يې زده کړې خو په ادارو کې د شته فسادونو له امله دندې نه شي ترلاسه کولی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close