نړیوال مشهور فوټبالر مسي د یوه غریب افغان ماشوم سره د لېدو غوښتنه کړې

کابل ټکی کام (چهار شنبه۱۴سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
څو ورځې وړاندې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکی یو غریب ماشوم چې د هسپانیا د بارسلونا مشهور فوټبالر مسي سره یې د ډېرې مینې له کبله په پلاستیک باندې د مسي نوم لیکلی وو او هغه یې اغوستې وه، او نه یې شوای کولای تر څو له ټوکر څخه د مسي په څېر جامه ځانته جوړه کړي، په ټولنیزه رسنیو باندې ځان لپاره شهرت پیدا کړ، آن تر دې چې دده تصویر تر مسي پورې ورسید او مسي هم سمدلاسه له ده سره د لېدو غوښتنه وکړه.
دغه ۵ کلن ماشوم چې احمد مرتضی نومیږي، او د مسي ۱۰مه شمېره کمیس یې له پلاستیکه جوړ کړی وو، نړیوال فوټبالر مسي توجه یې ځان ته واړوله.
د احمد مرتضی پلار وايي چې زوی یې له فوټبال سره د زیاتې مینې له کبله د ځان لپاره تلویزیون اخیستی دی او همېشه هغه لوبې ګوري چې مسي پکې شرکت کړی وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close