نیوزويک: امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو د وتلو مهالويش اعلانوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۳۱)

د امريکا نیوزویک مجلې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالويش په اړه په يوه مطلب کې لیکلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ به له دغه هېواده د خپلو ځواکونو د وتلو مهالويش اعلان کړي.

نیوزویک مجله ليکي، په افغانستان کې د امریکا د ښکېلتيا اوولس کاله کېږي خو اوس ډونالډ ټرمپ غواړي چې د امریکا د کانګريس له منځنيو ټاکنو وروسته له افغانستانه د خپلو ځواکونو مهالويش وټاکي.

په مطلب کې راغلي، دغه ټاکنې په راتلونکې نومبر مياشت کې کېږي او د ځواکونو د وتلو د مهالويش له اعلان وروسته به په ۲۰۲۰کال کې د ځواکونو وتل پيل شي.

يادې مجلې ته د افغانستان او عراق د چارو په برخه کې د امريکا د بهرنيو چارو او دفاع وزارتونو سلاکار انتوني کورډسمن ويلي چې په امريکا کې له افغانستانه د ژر وتلو او په دغه هېواد کې د پراخ نظامي حضور ملاتړي نشته.

نوموړي ويلي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان نوې دنده پيل کړې او ډونالډ ټرمپ به د هغه ارزونې ته هم انتظار وباسي.

د شنونکو په باور، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالويیش اعلان به سولې ته لاره پرانيزي.

تر دې مخکې د طالبانو په ګډون سيمه ييزو شنونکو او سياستوالو هم له هېواده د بهرنيو ځواکونو وتل د سولې د راتګ پيلامه بللې او طالبانو په خپلو اعلاميو کې ويلي تر هغې سوله امکان نه لري ترڅو يو بهرنی هم په افغانستان کې وي.

څه موده مخکې، په پاکستان او افغانستان کې پخواني امریکايي ډیپلوماټ رورل مېلر هم ويلي و، چې د سولې خبرو تر پیل وړاندې امریکا باید د خپلو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close