نیوز ویک نشریه: د زور له لارې جګړه ګټل ټولو ښکیلو غاړو ته ناشونې ده

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷چنګاښ ۲۱)

د نیوزویک په نامه یوې نشریې په یوه خپاره کړي مطلب کې لیکلي، امریکا او متحدین یې نه شي کولی د زور کارونې له لارې روانه جګړه وګټي.
نشریې ته یو شمیر شنونکو ویلي، امریکا اوس یواځې د بایللو د خطر له ویرې جګړې ته لیواله ده او هڅه کوي چې جګړه کې ماتې ونه مني.
نشریه زیاتوي؛ طالبان هم د زور له لارې د جګړې ګټلو توان نه لري خو پر مقابل لوري د یوه سخت فشار په خاطر یې جګړه ګرمه ساتلې.
نیوزویک نشریه زیاتوي؛ د خواشینۍ خبر داده چې ورځ تر بلې د افغانانو مرګ ژوبله زیاتیږي ، پر ولسي خلکو بمبارۍ هم بې مخینې دي او تر څنګ یې جګړه هم پیچلي پړاو ته ننوتلې.
باید وویل شي چې نن په بروکسل کې د ناټو غړي هیوادونه له افغانستان سره د نویو پوځي او لوژیستیکي مرستو اعلان کوي چې یادې نشریې یې په اړه د جګړو د تداوم خبر هم ورکړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close