نیویارک ټايمز: حکومت امریکايي اولس ته د افغان جګړې ناسم معلومات ورکوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۸)

له امريکا څخه خپرېدونکې نيويارک ټايمز ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکا د ماموريت په اړه په يوه راپور کې ويلي، چې د امریکا حکومت د افغان جګړې په اړه خپل اولس ته ناسم معلومات ورکوي او دغلته امریکا ناکامه ده.

راپور زياتوي، د افغانستان په جګړه کې له دوه زرم کال راهيسې له دوه زرو څخه زيات امریکايان وژل شوي او همدارنګه له اته سوه څلوېښت ميليارده ډالرو څخه زيات بې نتيجې مصارف شوي.

نيويارک ټايمز ويلي، د پيسو دغه اندازه له هغې زياته ده چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته د اروپا په بيا رغونه لګېدلې وې زیاتوي: “د امريکا حکومت ادعا کوي چې وسله والو د جنګ په ميدان کې ماتې خوړلې او افغانستان د ودې په حال کې دی، خو له دوه زره اوولسم کال راهيسې وسله والو تر بل هر وخت څخه زياتې سيمې نيولي دي چې ښه بېلګه يې د غزني بريد و، چې له دوه سوه څخه زيات عسکر پکې ووژل شول.”

د ورځپاڼې په وينا، حکومت خلکو ته د افغانستان جګړې په اړه ناسم معلومات ورکړي زياتوي خپلو خلکو ته يې ويلي چې وسله وال طالبان په څلورڅلوېښت سلنه ولسواليو حاکميت لري، خو د شنونکو په باور د وسله والو تر ولکې لاندې د ولسواليو سلنه (یوشپیته سلنه) ده.

د نيويارک ټايمز په مطلب کې د امریکايي پوځي چارواکو له قوله راغلي چې افغان حکومت د هېواد په (شپږ پنځوس) سلنه خاوره حاکميت لري خو راپور ليکي، په ډيرو ولسواليو کې د حکومت واک د ولسواليو تر مرکزونو محدود دی او د ولسواليو له ودانيو بهر سيمه د طالبانو تر واک لاندې ده.

د ورځپاڼې په باور، د وسله والو او دولتي ځواکونو د شمير په اړه هم امريکا او افغان حکومت يوه خوله نه دي زياتوي: “امريکا د دولتي ځواکونو شمير څه باندې درې سوه زره او د وسله والو شمير له پنځه ويشت زرو تر شپيتو زرو ښودلی، خو افغان حکومت د خپلو ځواکونو شمير څه باندې دوه سوه زره او د وسله والو شمير بيا نږدې اتیا زره ښيي.”

امریکا حکومت خلکو ته ويلي چې د افغانانو ژوند ښه شوی ځکه چې په ۲۰۰۲کال کې په هرو سل زرو مېرمنو کې د زيږون پر مهال شپاړلس ميرمنو ژوند له لاسه ورکاوه چې په ۲۰۱۰کال کې دغه شميره درې سوه اووويشت تنو ته راښکته شوې، خو نيويارک ټايمز بيا وايي د نورو اسازمانونو د شميرو په پرتله ياده شميره سمه نه ده ځکه چې د برتانيې او ايرلنډ بنسټونو د شميرو له مخې : په دوه زره لسم کال کې په افغانستان کې د زيږون پر مهال له سل زره ميرمنو پنځلس سوه پنځه اويا تنو يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close