نیویارک ټایمز: ګډو ځواکونو اووو ورځو کې ۴۹ ملکي وګړي وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۹)

له امریکا څخه خپرېدونکې ورځپاڼې، نیویارک ټایمز، راپور ورکړی چې تېره اوونۍ په افغانستان کې بوږنوونکې پیښې رامنځته شوې، او ګڼې افغانې کورنۍ په کې د ویر پر ټغر کښېنول شوي.

ورځپاڼې ویلي، تېره اوونۍ (د نومبر له ۲۳مې تر ۲۹مې) ۷۹ دولت پلوه عسکر، او درې امریکايي عسکر وژل شوي دي. همداراز، په دې اووو ورځو کې ۵۴ ملکي وګړي وژل شوي، چې زیاترو یې په هوايي بریدونو او چاپو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ورځپاڼې د ملکي وګړو تلفات د جدي اندیښنې وړ بللي او د دې فاجعې لامل یې امریکایي سرتیري او د هغوی د افغان ملګرو شپنۍ چاپې بللې.

څو ورځې وړاندې د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د چاپې پر مهال پر یوه کور د امریکايي عسکرو د بمبار له امله د یوې کورنۍ ۲۳ غړي، چې له شپږو نارینه وو پرته نور ټول یې ښځې او ماشومان وو، شهیدان شول.

ولسمشر اشرف غني پر خپل ټویټر لیکلي چې دا کسان زموږ ”ملګرو ځواکونو“ په تېروتنه وژلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close